د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

ټرمپ یو بیا له سوریې د خپلو سرتېرو د ایستلو له پرېکړې دفاع وکړه


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ عراق ته د ناڅاپي سفر په ترڅ کې د خبرو په حال کې
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ عراق ته د ناڅاپي سفر په ترڅ کې د خبرو په حال کې

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ عراق ته د ناڅاپي سفر په ترڅ کې بیا د خپلې هغې پرېکړې دفاع وکړه چې له سوریې د دوه زره امریکایي سرتېرو د ایستلو په برخه کې یې کړې ده.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ له سوریې د امریکایي دوه زره سرتېرو د ایستلو په خاطر د امریکا پر ولسمشر ډونالد ټرمپ انتقاد وکړ او ویې ویل چې نوموړی نړیوالو پېښو ته یوازې او یوازې له تور او سپین اړخه ګوري.

هنټ د بي بي سي له څلورم چېنل راډیو سره په مرکه کې وویل چې موږ په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې جګړه کې ډېر پرمختګونه کړي، دې ډلې تر خپلې ولکې لاندې ډېرې سیمې له لاسه ورکړي، خو دغه جګړه پای ته نه ده رسېدلې او په خبره یې چې دا عش تر اوسه په سوریه کې ځینې سیمې په لاس کې لري او تر اوسه واقعي خطر بلل کېږي.

ارشیف، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ
ارشیف، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې موږ ته پکار ده چې بیداره واوسو.

ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ له سوریې د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو په اعلان سره د بریتانیا او فرانسې په ګډون خپل ټول متحدین هک پک حیران کړل.

دغو متحدینو خبرداری ورکړی چې په سوریه کې د سخت دریځو په وړاندې جګړه پای ته نه ده رسېدلې.

بریتانیا په عراق او سوریه کې د داعش ضد نړیوال ائتلاف یوه غړې او د هغوی پر اهدافو یې هوایي بریدونو کې برخه اخیستې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه راز روانه اوونۍ عراق ته په سفر کې چې له مخکې نه و اعلان شوی، اعلان وکړ چې د نړیوالو پولیسو په توګه د امریکا رول نور پای ته رسېدلی.

ټرمپ وویل، نور نه غواړو چې یو شمېر هېوادونه له موږه ګټه پورته کړي او له پیاوړي پوځ څخه مو د خپلو ځانونو د خوندي کولو لپاره کار واخلي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په عراق کې د الاسد هوایي اډې ته لاړ او په دې اډه کې دېره له امریکایي ځواکونو سره یې ولیدل.

دا په ۲۰۱۷ کال کې د ولسمشر په توګه د هغه د کار له پیلېدو راهیسې یوه بهرني هېواد ته چې امریکا یې په جګړه کې ښکېله ده، د هغه لومړنی سفر دی.

مخکې ډېرو امریکایي سیاستوالو له دې کبله پر هغه ډېر انتقادونه کړي وو.

خو که ټرمپ په دې سفر سره له یوې خوا پر ځان دغه انتقادونه یو څه کم کړي، له بلې خوا یې د عراقي سیاستوالو ډېره غوصه را پارولې ده.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې، ان تر دې چې دوی له عراقه د امریکایي سرتېرو د ایستلو غوښتنه مطرح کړې ده.

که څه هم عراق ته د ولسمشر ټرمپ سفر د امنیتي دلایلو له امله پټ ساتل شوی او جګړه ییزو سیمو ته د سفر کولو په برخه کې دا معمول هم ده، خو په بغداد کې سیاستوال له دې کبله په غوصه دي چې عراق ته د ټرمپ له ورتلو هله خبر شول چې دی له عراقه وتلی و.

یو شمېر عراقي سیاستوالو دا د عراق له ملي حاکمیته سرغړونه بللې ده.

د عراق په پارلمان کې چې دوه مهمې ډلې دي، د یوې ډلې مشر یې صباح السعیدي ویلي چې ټرمپ باید خپل حدود وپېژني.

د هغه په وینا، د عراق اشغال نور پای ته رسېدلی دی.

السعیدي ویلي چې ټرمپ په دې کار سره عراق په څپېړه وواهه او داسې انګېرل کېږي چې ګواکې عراق د متحدو ایالتونو یو ایالت دی.

ولسمشر ټرمپ په دې سفر کې له هېڅ یوه عراقي چارواکي سره ونه کتل، خو د دې هېواد له صدراعظم عادل عبدالمهدي سره یې په ټیليفون خبرې وکړې.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ عراق ته د ناڅاپي سفر په ترڅ کې هلته له خپلو مېشتو سرتېرو سره
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ عراق ته د ناڅاپي سفر په ترڅ کې هلته له خپلو مېشتو سرتېرو سره

​د دواړو مشرانو ترمنځ پلان شوې کتنه د دغې کتنې د تنظیمولو په اړه د نظر د اختلافاتو له امله لغوه شوه.

د عراق د صدراعظم دفتر په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

خو د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا ساندرز وویل چې په دې ټیليفوني خبرو کې د عراق صدراعظم سپینې ماڼۍ ته د ورتلو لپاره د ټرمپ بلنه ومنله، خو د عراق د صدراعظم دفتر تر اوسه دا خبر نه دی تأیید کړی.

ولسمشر ټرمپ په دې هوایي اډه کې چې له بغداده سل کیلومتره لېرې پرته ده، دغه راز وویل چې په پام کې نه لري چې ۵۲۰۰ امریکایي سرتېري له دې هېواده وباسي.

هغه وویل، امریکایي ځواکونه کولای شي چې د الاسد له هوایي اډې په سوریه کې د هوایي بریدونو لپاره کار واخلي.

XS
SM
MD
LG