د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

بولتون: له سوریې د امریکایي ځواکونو وتل د کُردانو خوندیتوب پورې تړلې


ارشیف، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون په یوه خبري غونډه کې
ارشیف، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون په یوه خبري غونډه کې

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون وایي، له سوریې د ټولو امریکایي سرتېرو د وتلو پرېکړه په‌دې پورې تړلې چې ترکیه په سوریه کې د کُردانو خوندیتوب یقیني کړي.

بولتون چې پرون د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۶» یې له اسرائیل څخه د کتنې پر مهال څرګندونې کولې دغه‌راز وویل چې د امریکایي سرتېرو ایستل په‌دې پورې هم تړلې چې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ټول پاتې شوني وسله‌وال له‌منځه لاړ شي.

په سوریه کې امریکايي ځواکونه
په سوریه کې امریکايي ځواکونه

بولتون وویل، د امریکایي سرتېرو د ایستلو لپاره مهالوېش نه‌دی ټاکل شوی او زیاته‌یې کړه چې مهالوېش د هغې پالېسۍ په اړه پرېکړو پورې تړلی چې موږ یې عملي کوو.

بولتون زیاته کړه، ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې د داعش خلافت له‌منځه ولاړ شي.

د بولتون په وینا ولسمشر ټرمپ پر دې هم تأکید کړی چې دی به ترکیې ته اجازه ورنه‌کړي چې په سوریه کې پر هغو کُردانو چې له امریکایي سرتېرو سره‌یې ګډ کار کړی، حملې وکړي.

هغه وویل، دوی ګومان نه‌کوي چې ترکیه به له متحده ایالاتو سره له بشپړې همغږۍ او موافقې پرته پوځي اقدام وکړي.

ترکیه په سوریه کې کُرد ملېشې په ترکیه کې دننه له هغو کُرد وسله‌والو سره پر ملګرتیا تورنوي چې استانبول‌یې ترهګر بولي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار دغه‌راز وویل چې په سوریه کې له متحده کُرد ملېشو یې غوښتي چې د ترکیې په وړاندې د ځان ساتنې لپاره له روسیې یا د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له حکومته د مرستې غوښتنه ونه‌کړي.

بولتون زیاته کړه، د ده په باور کُردان په‌دې پوه دي چې څوک‌یې دوستان دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ډسمبر په ۲۰مه په یوه ټویټري پیغام کې اعلان کړه چې له سوریې ټول امریکایي سرتېري به بېرته هېواد ته ستانه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه خبري غونډه کې
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه خبري غونډه کې

ټرمپ وویل:

"موږ د داعش په وړاندې جګړه وګټله، داعش مو وځاپه او هغه مو هم سخت وځاپه."

د ټرمپ د دغې پرېکړې پر سر د هغه دفاع وزیر جېمز مټېس استعفا وکړه او د فرانسې او جرمني په ګډون د ناټو متحدینو وویل چې د سوریې په اړه د متحده ایالاتو په دریځ کې ناڅاپي بدلون به د اسلامي دولت ډلې په وړاندې جګړه او هم هغه کُرد ملیشې چې د دې ډلې په وړاندې جنګیږي له خطر سره مخامخ کړي.

د بولتون دغه څرګندونې له سوریې د امریکایي ځواکونو د وتلو د پلان په اړه چې تمه کېده، په څو اوونیو کې به عملي شي، د امریکا د حکومت لومړنی تأیید دی چې هغه ځنډول شوی دی.

XS
SM
MD
LG