د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

یو امریکايي پلاوی ترکیې ته ځي څو له سوریې د امریکايي ځواکونو پر وتلو وغږېږي


په سوریه کې امریکايي ځواکونه د نښتې په حال کې
په سوریه کې امریکايي ځواکونه د نښتې په حال کې

د امریکا یو پوځي پلاوی په‌دې اوونۍ کې ترکیې ته ځي، څو هلته له چارواکو سره له سوریي د امریکايي ځواکونو د وتلو پر موضوع خبرې وکړي.

دا خبره د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ویاند رسنیو ته کړې ده.

ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ په ناڅاپي توګه اعلان وکړ چې له سوریې څخه ۲۰۰۰ امریکايي سرتېري باسي.

امریکا له څو کلونو راهیسې په سوریه کې د د داعش وسله‌والې ډلې پر ضد د سوریې د ډموکراتو ځواکونو په نوم د کُردي ملېشو ملاتړ کاوه.

که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، امریکايي سرتېري ځکه له سوریې باسي چې د ده په وینا په‌دې هېواد کې د داعش وسله‌واله ډله ماته شوې، خو د دې پرېکړې منتقدان اندېښنه لري او وايي، د امریکايي سرتېرو د وتلو په صورت کې به دغلته پاتې د داعش زرګونه وسله‌وال بېرته پیاوړي شي.

خو ترکي چارواکي وايي، دوی به د داعش وسله‌والې ډلې پر ضد جګړه کې د امریکا تشه ډکه کړي.

د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم کالین خبریالانو ته وویل:

"د داعش په وړاندې جګړه کې د شاتګ، زیانمننې، او ورو کېدو هېڅ پوښتنه نه پیدا کېږي."

د ولسمشر رجب طیب اردغان ویاند ابراهیم کالین
د ولسمشر رجب طیب اردغان ویاند ابراهیم کالین

​نوموړي ویلي، ترکیه به د داعش وسله‌والې ډلې پر ضد په ورته هوډ جګړه وکړي او سیمې ته به سوله راولي.

ابراهیم کالین په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د سوریې په شمال کې د داعش پر ضد د ترکیې عملیاتو ته اشاره وکړه او ویې‌ویل، انقره به ټول تدابیر ونیسي، څو د امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته په سیمه کې د واک خلا رامنځته نه‌شي.

د ترکیې د ولسمشر ویاند ښاغلي کالین دا هم ویلي چې د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو د وزیرانو او د نورو ادارو د چارواکو ترمنځ به نورې خبرې اترې هم ترسره شي.

له دې لړۍ څخه د دواړو هېوادونو د استازو یوه غونډه د جنورۍ میاشتې په اتمه نېټه کېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټیلیفوني خبرو کې له سوریې څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو په تنظیمولو سلا وکړه.

ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې له سوریې څخه د سرتېرو د ایستلو پرېکړه کوي چې انقره پلان لري د فرات سیند په ختیځ کې د خلکو د ساتنې د کنډکونو په نوم د کُردي ملېشو پر ضد پوځي عملیات وکړي.

دا کُردي ملېشې د سوریې د ډموکراتو ځواکونو مهمه برخه جوړوي.

ترکیه د خلکو د ساتنې کنډکونو په نوم کُردي ملېشې ترهګره ډله او د کُردستان له کارګر ګوند سره تړلې بولي.

سره له دې چې ترکي ځواکونه د سوریې سرحد ته رسېدلي، خو ترکي چارواکو ویلي د اوس لپاره به د دې ډلې پر ضد عملیات وځنډوي.

XS
SM
MD
LG