د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

د امریکا دفاع وزارت: له سوريې د امريکايي پوځيانو د ایستلو فرمان لاسلیک شوی


په سوريه کې امريکايي پوځيان
په سوريه کې امريکايي پوځيان

د امریکا د متحده ايالاتو دفاع وزارت وايي، له سوريې څخه د امريکايي پوځيانو د ایستلو فرمان لاسلیک شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس د متحده ایالاتو د پوځ د وياند پرونۍ خبرې رااخيستي چې ويلي يې دي:

"د سوريې په برخه کې اجرائيوي فرمان لاسليک شوى دى."

په‌دې اړه‌يې نور جزئيات نه‌دي ورکړي.

«CNN» ټلوېزيوني شبکې ويلي، دفاعي چارواکو د دغه فرمان لاسليک‌کېدل تأييد کړي دي.

دې شبکې د بل چارواکي خبرې هم رااخيستي چې ويلي يې دي:

"دفاع وزير جېمز مټېس چې له دې څوکۍ په ليرې کېدو دى، دغه فرمان لاسليک کړى دى."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره چهارشنبه په ټويټرکې په يوه وېډيويي پيغام کې ويلي:

"موږ په سوريه کې د داعش ترورېستي ډلې په وړاندې بريالي شوي يو."

هغه په‌دې وېډيو کې له سوريې څخه د شااوخوا ٢٠٠٠ امریکايي سرتېرو د ایستلو پرېکړه هم اعلان کړله او ويې‌ویل چې له دغه جګړه ځپلي هېواده به ټول امريکايي ځواکونه وباسي.

د امریکا کانګرس هم ډموکراتو، هم جمهوريت غوښتونکو غړو، هم پخوانيو حکومتي رهبرانو او د واشنګټن نړیوالو متحدانو د ولسمشر ټرمپ پر دې پرېکړه انتقادونه کړي دي.

ګڼو انتقاد کوونکو ويلي، له سوريې په ناببره توګه د امريکايي پوځيانو وتل به په سوريه کې له کُرد متحدانو سره خیانت وي.

امريکايي ځواکونه له ٢٠١٥ میلادي کال راهيسې په سوريه کې دي چې د سوريې له عرب او کُرد متحدانو سره د داعش ډلې په وړاندې په مبارزه کې همکاري وکړي.

انقرې تور لګولى چې د کُردانو دغه جنګيالي له هغو کُرد افراطي وسله‌والو سره ارتباط لري چې په ترکيه کې فعال دي.

نورو انتقاد کوونکو بیا ویلي چې دا به ایران او روسيې ته چې په سوریه فعال دي، برياوې په برخه کړي.

د فرانسې ولسمشر ويلي، د امريکا د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ پر وروستۍ پرېکړه سخت خواشينى دى چې له سوريې د امريکايي ځواکونو د وتلو په باب‌يې کړې ده.

امانوئل مکرون پرون يکشنبه په چاد کې يوه خبري کنفرانس ته وويل:

"ټول متحدان بايد يوه او بل ته د باور وړ وي."

د ولسمشر ټرمپ ځينو نږدې متحدانو هڅه کړې چې په عامه ولسمشر وهڅوي څو له سوريې چې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې ښکېله ده، د امريکايي پوځيانو د ايستلو لپاره خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي.

د امريکا دفاع وزير جېمز مټېس د ولسمشر ټرمپ پر بهرنۍ پالېسۍ د اعتراض په ډول تېره پنجشنبه استعفا وکړه.

تر دې دوه ورځې وروسته د داعش پر ضد د امريکا د تشکيل شوي نړيوال ائتلاف لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي برېت مِک‌ګُرک «Brett McGurk» هم استعفا وکړه.

که څه هم روسيه او ايران د سوريې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي، خو د امريکا متحده ايالات او ترکيه د بېلابېلو حکومت ضد ډلو تر شا ولاړ دي.

XS
SM
MD
LG