د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

مکرون له سوريې د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ټرمپ پرېکړې خواشينى کړى


ارشیف، په پاریس کې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د خبرو په حال کې ۱۰ نومبر ۲۰۱۸
ارشیف، په پاریس کې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د خبرو په حال کې ۱۰ نومبر ۲۰۱۸

د فرانسې ولسمشر وايي، د امريکا د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ پر وروستۍ پرېکړه په ژوره توګه خواشينى دى چې له سوريې څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په باب‌يې کړې ده.

امانوئل مکرون پرون يکشنبه په چاد کې يوه خبري کنفرانس ته وويل،​ ټول متحدان بايد پر يوه او پل اعتماد ولري.

ښاغلي مکرون د چاد له ولسمشر ادريس دبي سره په ګډ خبري کنفرانس کې د امريکا دفاع وزير جېمز مټېس وستايه چې د يو نيم کال په موده کې د باور وړ شريک و.

آرشیف، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون
آرشیف، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون زياته کړه:

"زموږ د امريکايي متحدانو د موضوع په اړه به ووايم چې په سوريه کې د دوى د پرېکړې په اړه سخت خواشينى يم. غواړم د امريکا د دفاع وزير جنرال مټېس او د هغو څرګندونو قدرداني وکړم چې د خپلې استعفا له پرېکړې سره هم‌مهاله يې کړې دي."

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره شنبه د خپلې پرېکړې په دفاع کې خپله خبره بيا تکرار کړله چې ګواکې په سوريه کې د اسلامي دولت ډله يا داعش له ماتې سره مخامخ شوې ده.

د امريکا دفاع وزير جېمز مټېس د ولسمشر ټرمپ د دې پرېکړې له کبله تېره پنجشنبه استعفا وکړه.

تر دې دوه ورځې وروسته د داعش پر ضد د امريکا د تشکيل شوي نړيوال ائتلاف لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي برېت مِکګُرک «Brett McGurk» هم استعفا وکړه.

ګڼو پوځي رهبرانو ويلي چې له سوريې څخه د امريکايي ځواکونو وتل به د سوريې له عرب او کُرد متحدانو سره خيانت وي.

د امريکا په مشرۍ ائتلاف د داعش په وړاندې په مبارزه کې د دغو جنګياليو ملاتړ کاوه.

خو ترکيې هغو سيمو ته د داخلېدو خبردارى ورکړى چې د کُرد ډلو په کنټرول کې دي.

انقره وايي، دغه ډلې په ترکيه کې د کُردانو له بېلتون‌پالو سره ارتباط لري.

ارشیف، د داعش پر ضد د امريکا د تشکيل شوي نړيوال ائتلاف لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی برېت مِکګُرک «Brett McGurk» هم استعفا وکړه.
ارشیف، د داعش پر ضد د امريکا د تشکيل شوي نړيوال ائتلاف لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی برېت مِکګُرک «Brett McGurk» هم استعفا وکړه.

له سوريې د امريکايي ځواکونو د ايستلو د پرېکړې په اړه د فرانسې او جرمني په ګډون د ناټو نورو متحدانو هم اندېښنه ښوولې ده.

دوى ويلي، په ناڅاپي ډول د امريکا د جهت دغه بدلون به د داعش په وړاندې روانه مبارزه په خطر کې واچوي.

داعش ډله د سوريې له زياتو برخو ايستل شوې ده، خو لا هم پر ځينو وړو ساحو ولکه لري.

XS
SM
MD
LG