د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۸

امریکا له سوریې څخه د پوځي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل کړې

آرشیف، د سوریې په دیرالزور ولایت کې امریکایي ځواکونه
آرشیف، د سوریې په دیرالزور ولایت کې امریکایي ځواکونه

د سپینې ماڼۍ ویانده وایي، امریکا له سوریې څخه د پوځي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل کړې ده.

سارا هاکبي سندرز د ډسمبر پر ۱۹مه په یوې اعلامیه کې وویل چې په سوریه کې د وسله‌والو سیمه‌ییز خلافت ماته خوړلې، خو زیاتوي چې د داعش پر وړاندې دا بریالیتوب په سوریه کې د نړیوال کمپاین د ختمېدو نښه نه‌ده.

د سپینې ماڼۍ دا اعلان وروسته له هغه وشو چې له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه راپورونه خپاره شول.

«سي. اېن. اېن» ټلوېزیوني شبکې د امریکا د دفاع وزارت د یوه چارواکي له قوله چې نوم‌یې نه‌و ښودلی راپور ورکړ چې وایي، امریکا متحده ایالات له سوریې څخه د خپلو ځواکونو د بشپړ او چټک وتلو پر پروګرام کار کوي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:

"د اسلامي دولت ډلې یا داعش وسله‌والو په سوریه کې ماته خوړلې او دا په هغه ځای کې زموږ د اوسېدو یوازنی دلیل وو."

د روان میلادي کال په پیل کې ولسمشر ټرمپ ژمنه کړې وه چې ډېر ژر به خپل پوځي ځواک له سوریې وباسي.

بل‌خوا روېټرز خبري اژانس د جمهوري غوښتونکي سناتور لېنډسي ګراهام «Lindsey Graham» له قوله لیکلي چې له سوریې څخه‌یې د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د ولسمشر پریکړه یوه تېروتنه بللې ده.

د امریکا جمهوري غوښتونکی سناتور لېنډسي ګراهام په واشنګټن کې د یوې خبري غونډې پر مهال «۲۷م د جولای ۲۰۱۷»
د امریکا جمهوري غوښتونکی سناتور لېنډسي ګراهام په واشنګټن کې د یوې خبري غونډې پر مهال «۲۷م د جولای ۲۰۱۷»

سناتور لېنډسي ګراهام چې تر ډېره‌یې د ولسمشر ټرمپ دفاع کړې ده وایي:

"اوس‌مهال له سوریې څخه د امریکا وتل د داعش، بشارالاسد او روسیې لپاره یوه بریا ده."

سناتور ګراهام دا هم ویلي چې ویره لري له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو وتل به امریکا، سیمې او ټولې نړۍ ته ناوړه پایلې ولري.

اوس‌مهال شااوخوا دوه زره امریکایي پوځيان په سوریه کې دېره دي چې ډېره برخه‌یې د ځانګړو ځواکونو پرسونل جوړوي.

دغه ځواکونه د کُرد ځواکونو له ائتلاف او عرب ملېشه سره یوځای په سوریه کې د داعش وسله‌والو پر وړاندې جنګېږي.

د امریکا ډېری پوځیان د سوریې په شمال ختیځو سیمو کې دېره دي او د عملیاتو پر مهال په هغو سیمو کې کُرد ځواکونو او عرب ملېشه‌وو سره مرسته کوي چې اوس هم هلته داعش وسله‌وال فعالیت لري.

This item is part of
XS
SM
MD
LG