د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

ولسمشر ډونالد ټرمپ: له سوریې څخه په بیړه امریکايي سرتېري نه‌باسو


آرشیف، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په واشنګټن کې د یوې خبري غونډې پر مهال
آرشیف، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په واشنګټن کې د یوې خبري غونډې پر مهال

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، امریکا به خپل ځواکونه په یوه زماني مدت کې له سوریې بهر کړي، خو کله چې دا پوځیان وځي هلته به د خپلو ملاتړو کُردي وسله‌والو حمایت وکړي.

ولسمشر ټرمپ پرون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۲» په سپینه ماڼۍ کې د کابینې د غونډې پر مهال وویل چې ده کله هم له سوریې څخه د امریکایي سرتېرو د ایستلو لپاره څلور میاشتنی مهالوېش نه‌دی ټاکلی.

د روېټرز اژانس په وینا، د متحده ایالاتو ولسمشر تېره میاشت پرته له دې چې له خپلو امنیتي سلاکارانو سره سلا مشوره وکړي، د کانګرس غړي وغږوي او د داعش پر ضد په ائتلاف کې له راټول شویو متحدانو سره مشوره وکړي، اعلان وکړ چې خپل ټول ځواکونه به له سوریې بهر کړي.

د ولسمشر ټرمپ د دې پرېکړې له امله د ده دفاع وزیر جېمز مټېس له خپلې دندې استعفا وکړه.

د جنوري د دوهمې ورځې د کابینې په غونډه کې ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل چې ده کله هم پر دې بحث نه‌دی کړی چې په څلورو میاشتو کې به امریکایي سرتېري سوریه پرېږدي.

د روېټرز اژانس د خبر له مخې داسې ښکاري چې جمهور رئیس ټرمپ له سوریې څخه د خپلو پوځیانو د هر راز ژر وتلو له پرېکړې په شا شوی دی او اوس پر دې ټینګار کوي چې دا پوځیان باید ورو ورو ووځي.

د جمهوري غوښتونکو سناتور لېندسي ګراهام خبریالانو ته وویل چې ټرمپ دا اندېښنه لري چې د امریکایي پوځیانو له وتلو وروسته ښایي ترکي ځواکونه د «وای. پي. جي» په نوم له کُردي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل شي.

ارشیف، جمهوري غوښتونکی سناتور لېندسي ګراهام
ارشیف، جمهوري غوښتونکی سناتور لېندسي ګراهام

د ګراهام په وینا ولسمشر ټرمپ په سوریه کې د دې پلوي کوي چې هغه پراخه سیمه چې ناټو د خپلو ګټو لپاره هلته خوندي کړې ده، وساتي.

ترکیه د کُردانو «وای. پي. جي» ځواکونو ته په سوریه کې د خپلو بېلتون غوښتونکو کُردانو په سترګه ګوري او خبرداری یې ورکړی دی چې د دوی پر ضد به عملیات وکړي.

د دې خبرداري له امله ملکي تلفاتو ته اندېښنې زیاتې شوې دي.

د روېټرز اژانس په وینا، د ولسمشر ټرمپ وروستۍ څرګندونې ښایي انقره خوابدې کړي، خو ټاکل شوې ده چې د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولتون روانه اوونۍ له ترکي چارواکو سره وګوري.

XS
SM
MD
LG