د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

پامپیو: امریکا له ترکي چارواکو سره په سوریه کې د کردانو په اړه خبرې کوي


د ترکیې او امریکا ملي بیرغونه
د ترکیې او امریکا ملي بیرغونه

د امریکا متحده ایالاتونه له ترکي چارواکو سره خبرې کوي، څو ډاډمنه کړي چې له سوریې د امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته به دغلته کردان نه ځپل کېږي.

دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، هېواد یې له ترکي چارواکو سره خبرې کوي، څو له سوریې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دغلته کردان ونه ځپل شي.

پامپیو دا څرګندونې د سوریې په شمال کې د هغو کردي جنګیالیو د راتلونکې په اړه د اندېښنو په ځواب کې کړي چې د داعش پر ضد جګړه د امریکا په مشرۍ د ائتلاف مهمه برخه ده.

ارشیف، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
ارشیف، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د نیوز مکس په نوم یوې خبري ویبپاڼې سره په مرکه کې له سوریې د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې دفاع کړې، خو واي:

"اوس مهمه دا ده چې ترکان په سوریه کې کردان ونه وژني او همدارنګه په سوریه کې د مذهبي اقلیتونو ساتنه وشي، دا ټول تر اوسه هم دغلته د امریکا د ماموریت برخه ده."

ویل کيږي چې له سوریې د امریکايي سرتيرو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ پريکړه هغه څه وو چې د امریکا د دفاع پخواني وزیر جیمز مټېس یې له کبله له خپلې دندې استعفا وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو که څه هم دقیق مهالوېش ونه ښود، خو ویې ویل چې له سوریې د امریکايي سرتېرو د وتلو پرېکړه به عملي شي.

بل خوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هوډ څرګند کړی چې د خلکو د ساتنې کنډکونو په نوم کردي جنګیالي به له منځه یوسې.

ترکیه دا ډله د کردستان د کارګرګوند سره تړلې بولې.

د کردستان کارګر ګوند له ۱۹۸۴ میلادي کال راهېسې په ترکیه کې د خپلواکۍ لپاره په خونړي بغاوت کې ښکېل دی.

په سوریه کې د سوریې ډموکراټ ځواکونه تر ډېره له کردي ملېشو جوړ دي.

امریکا د دې ډلې په ملاتړ په سوریه کې د داعش پر ضد جګړه وکړه او د سوریې په نېږدې درېیمه برخه دې ځواک کنټرول تر لاسه کړ.

د خلکو د ساتنې کنډکونو په نوم کردې ملېشې (YPG) هم د سوریې د ډموکراټ ځواک یوه مهمه برخه ده.

د چهارشنبې په ورځ د سوریې حکومت وویل، د (وای. پي. جي) جنګیالي د ترکیې سرحد ته نېږدې له منبیج مهم ښاره وتلي دي.

دا ښار دې جنګیالو له داعش وسله والې ډلې نیولی و.

XS
SM
MD
LG