د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

د انتخاباتو کمېسیون: د څار بنسټونه مو لاسته راوړنې په هېڅ حسابوي او تل نیوکې کوي


د افغانستان د انتخابتو خپلواک کمېسیون وايي، دا مني چې د میزان د میاشتې د ۲۸مې او ۲۹مې نېټې په انتخاباتو کې ستونزې موجودې وې، خو په خبره‌یې دوی په خپلو کارونو کې ښې لاسته راوړنې هم درلودې چې څارونکو بنسټونو له پامه غورځولې دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهيمي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل، څارونکو بنسټونو تل پر دوی انتقادونه کړي دي.

عبدالعزیز ابراهيمي
عبدالعزیز ابراهيمي

نوموړي زیاته کړه:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دا مني چې د میزان د ۲۸مې او ۲۹مې نېټې په انتخاباتو کې ستونزې موجودې وې، خو دا په‌دې کچه نه‌وې چې ټوله پروسه تر پوښتنې لاندې راشي، کمېسیون په انتخاباتو کې ښې لاسته راوړنې هم درلودې، خو له بده‌مرغه څارونکو بنسټونو له دې هېڅ یادونه نه‌ده کړې او تل انتقادونه کوي چې نقد یې هم خیالي وي."

ښاغلی ابراهیمي وايي چې څارونکو بنسټونو د ستونزو د هواري لپاره کله هم دوی ته کومه طرحه نه‌ده وړانډیز کړې.

نوموړی دغه بنسټونه په خپلو کې د همغږۍ په نه‌موجودیت هم تورنوي.

کوم کار چې ښه وشي، بې له شکه چې موږ یې هرکلی کوو.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات چې د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه ترسره شول له ګڼو انتقادونو سره مل وو.

د افغانستان د انتخاباتو څارونکو بنسټونو هم په وار-وار په‌دې اړه انتقادونه کړي، دغه پروسه‌یې له ستونزو ډکه بللې او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون‌یې په مدیریتي کمزورۍ تورن کړی دی.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وايي، کوم کار چې د قوانینو، اصولو او پروسیجرونو خلاف وي، موږ ملاتړ نه‌شو کولای.

یوسف رشید
یوسف رشید

د یاد بنسټ رئیس یوسف رشید په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"کوم کار چې ښه وشي، بې له شکه چې موږ یې هرکلی کوو، خو کوم کار چې د قوانینو، اصولو او پروسیجرونو خلاف وي موږ نه‌شو کولای چې صفت او ستاینه‌یې وکړو، تاسې د پارلماني ټاکنو په ټول بهیر کې وګورئ بې له دې چې د خلکو مشارکت، ګډون، باور او امنیتي هڅې د ستاینې وړ وې، نور نو موږ ویلي چې په اصولو کې د مدیریت بحث ناکامه و."

ښاغلی رشید په کمېسیون کې دا ستونزې په ګوته کړې:

  • د رسنیو کمېټې په ځنډ سره جوړېدل.
  • د استخدام په لړۍ کې جنجالونه.
  • د کاندیدانو د نوم‌لیکنې په بهیر کې د دواړو کمېسیونونو ترمنځ ابهام.
  • د کمېسیونونو له‌خوا د یو بل په کار کې مداخله.
  • د پچې اچونې په برخه کې فساد.
  • د څارنې په برخه کې په خپل وخت د معلوماتو نه‌شریکول.

او نوموړي د ګڼو نورو ستونزو یادونه هم وکړه.

رشید زیاتوي، که څارونکي بنسټونو له دې ټولو ستونزو سره سره د انتخاباتي کمېسیونونو د کارونو ستاینه وکړي، خپلواکي به‌یې تر پوښتنې لاندې راشي او خلک به‌یې له یادو کمېسیونونو سره په لاس لرلو تورن کړي.

د یادونې وړ ده چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او هم د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون کړنې د یو شمېر سیاسي ګوندونو او مدني فعالانو له‌خوا هم انتقاد شوي دي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG