د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

حکمتیار: حزب اسلامي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له یوه کاندیده ملاتړ کوي


حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، ګوند یې نه غواړي چې په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کې کاندید ولري.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، ګوند يې له سلا او مشورو وروسته په دې پرېکړه کړي چې په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کې په یوازې توګه ګډون نه کوي.

ښاغلي حکمتیار د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، حزب اسلامي به له اغېز لرونکو ګوندونو سره په توافق، له یوه کاندیده ملاتړ اعلان کړي.

ګلبدین حکمتیار
ګلبدین حکمتیار

ده وویل:

"حزب اسلامي نه غوښتل چې د جمهوري ریاست پهانتخاباتو کې په یوازې ځان برخه واخلي او خپل کاندید وړاندې کړي، غوښتل مو د ټولو اغېزمنو ګوندونو یا د اکثرو په مشوره او د هغوی په موافقه ګډ کاندید او واحد انتخاباتي ټيم رامنځته کړي، داسې چې دا ګوندونه په خپلو منځو کې د راتلونکي حکومت په ترکیب باندې هم توافق وکړي."

ښاغلي حکمتیار وویل، په دې اړه له بېلابېلو لورو سره خبرې روانې دي چې ډېر ژر به یوې نتیجې ته ورسېږي.

نوموړي په دې خبري غونډه کې د ولسي جرګې تېر انتخابات هم له درغلیو ډک وبلل او ویې ویل چې له بایوميټریک پرته رأيې ورته د منلو وړ نه دي او باید باطلې اعلان شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا په اعلان شوي مهالوېش کې ټاکل شوې چې د جمهوري ریاست انتخابات د ۱۳۹۸ کال د حمل د میاشتې په ۳۱ مه تر سره شي.

دغو انتخاباتو ته د کاندیداتو لړۍ بیا د جدي د میاشتې له لومړۍ نېټې یعنې تر راتلونکو پنځو ورځو پیلېږي.

له دې وړاندې ځينو نورو سیاسي جریانونو هم ویلي چې د یوه انتخاباتي ټکټ په جوړېدو سلا مشورې کوي.

د افغانستان د لوی ملي ائتلاف ویاند فضل الرحمان اوریا ازادي راډيو ته وویل، که ملي ائتلاف د یوه کاندید په سر په خپلو منځو کې یوې هوکړې ته ونه رسېږي، جمعیت اسلامي ته به واک ورکړي چې کاندید معرفي کړي.

د وحدت اسلامي ګوند مشر او د اجرائیه رئیس دویم مرستیال محمد محقق هم ازادي راډيو ته ویلي چې د انتخاباتي ټکټ د جوړېدو لپاره له ځينو سیاسي جریانونو سره په خبرو لګیا دی.

له دې سره ولسمشر غني او د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر اعلان کړی چې د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې کاندیدان دي.

ازادي راډيو ته ځينو سرچینو ویلي چې د حنیف اتمر انتخاباتي ټيم د لومړي مرستیال په توګه د یونس قانوني او د دویم مرستیال په توګه د محمد محقق له ټاکل کېدو سره بشپړ شوی او د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر له پیلېدو سره به دا ټکټ د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره ځان ثبت کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG