د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

رشید: د انتخاباتي کمېسیونو کمزوری مدیریت انتخابات تر پوښتنو لاندې راوستی


د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ د ولسي جرګې د انتخاباتو په مدیریت کې انتخاباتي کمېسیونونه پاتې بولي او وايي چې دغه کمېسیونونه ولسمشریزو انتخاباتو ته هېڅ پلان او چمتو والی نه لري.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس يوسف رشید د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتي کمېسیونو د کمزوري مدیریت له امله د ولسي جرګې انتخابات تر سختو پوښتنو لاندې دی.

يوسف رشید
يوسف رشید

نوموړي زیاته کړه:

"له بده‌مرغه د ټاکنو مهالوېش ، د دوی ترتیب او پلان او دا چې کوم کار په وخت کې ترسره کړي، په‌دې اړه موږ له اوله اندېښمن و، د ټاکنو کمېسیون د کمزوري مدیریت له امله هم د ولسي جرګې انتخابات تر پوښتنې لاندې دی او ستونزې په کې ډېرې دي او همدارنګه دوی د ولسمشریزو انتخاباتو په اړه هم نه کوم چمتووالی لري او نه هم هغه کوم تخینکي او مسلکي رویې چې باید په کمېسیون کې حاکمې وي نشته."

دا په داسې حال کې ده چې که څه هم د ولسي جرګې له انتخاباتو نېږدې دوه میاشتې اوړي، خو لا هم دغه کمېسیون نه دی توانېدلی چې د دغو انتخاباتو لومړنۍ پایلې په بشپړ ډول اعلان کړي.

بلخوا د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د دغه کمېسیون له خوا د اعلان شوي مهال وېش ټاکل شوې چې د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو نوم‌لېکنه د جدي په لومړي نېټه یعنې اته ورځې وروسته پیل شي.

د ياد مهالوېش له مخې د جمهوري ریاست انتخابات د راتلونکي کال د حمل يا وري میاشتې په ۳۱ نېټه ترسره کېږي.

خو د افغانستان د انتخاباتو نه د څار يو شمېر بنسټونه ډاډه نه دي چې د انتخاباتو کمېسیون به وتوانېږي چې ولسمشریزې ټاکنې پخپل وخت ترسره کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئیس يوسف رشید وايي، د ولسي جرګې د انتخاباتو د پایلو په اعلان کې ځنډ د جمهوري ریاست په انتخاباتو مسقیماً اغېز لري ځکه د ده په خبره کمېسیون نه شي کولای د ولسي جرګې له انتخاباتو په اسانۍ ووځي.

خو د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند میرزا محمد حقپرست د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه به بدله نشي او په خپل وخت به ترسره شي.

میرزا محمد حقپرست
میرزا محمد حقپرست

نوموړی وايي، تر يوې اوونۍ پورې به د ۳۳ ولایتونو له ډلې د پاتې ۸ ولایتونو لومړنۍ پایلې به هم اعلان شي:

"را روانې اوونۍ پورې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هڅه کوي چې د پاتې ولایتونو لومړنۍ پایلې هم اعلان کړي، خلکو ته ډاډ ورکوو چې د قانون او خلکو ته د ژمنتیا له مخې به د انتخاباتو پایلې په شفاف ډول اعلان او ژر تر ژره به د خلکو انتخابي وکیلان پارلمان ته ولېږي."

که څه هم د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي يوسف رشید وايي چې د انتخاباتو خپلوک کمېسیون د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره کوم پلان او چمتووالی نه لري خو دغه کمېسیون له دې وړاندې ویلي و چې د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره یې له ۶۰ نه تر۷۰ پورې چمتوالی بشپړ شوی دی.

د انتخاباتو کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي له دې وړاندې ویلي چې اوس‌مهال یوه کمېټه د انتخاباتو د تخنیکي موادو په ارزولو بوخته ده، څو هغه ستونزې چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې موجودې وې په دغو انتخاباتو کې تکرار نه‌ شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG