د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو "زما رایه زما حق" ځانګړې خپرونې د دې اوونۍ بحث مو د کابل ولایت د رأیو باطلېدو او بېرته یې په اړه د کمېسیونونو ترمنځ توافق او د بیا شمېرلو پروسې څرنګوالي ته ځانګړی کړی.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون په وینا د زیاتې درغلۍ له امله یې د کابل ولایت رأیې باطلې اعلان کړې، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دغه پریکړه غیر عادلانه وبلله.
د حکومت په منځګړیتوب دواړو کمېسیونونو په دې اړه توافق وکړ چې د رأیو بیا شمېرلو بهیر به پيلېږي چې دا ټول مسایل په همدې پروګرام کې رانغښتل شوي دي.
دغه پروګرام رحمت الله افغان چمتو کړی.