د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

د انتخاباتو کمېسیون: د کابل د ۱۸۲ مرکزونو د رأیو بیا شمېرنه پای ته ورسېده


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، په کابل کې د ۱۸۲ مرکزونو د رأیو بیا شمېرنه پای ته ورسېده.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغه هېواد د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون په غوښتنه، د کابل د ۱۸۲ مرکزونو د رأیو بیا شمېرنه پای ته رسولې ده.

د دغه کمېسیون مسؤلین وایي چې د کابل حوزې د لسګونو نورو مرکزونو د رأیو شمېرنې بهیر اوس هم روان دی.

د یاد کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د روانې اوونۍ تر پایه به د کابل تر څنګ د ټولو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

ذبیح الله سادات
ذبیح الله سادات

ده وویل:

"د هغو مرکزونو د رأیو بیا شمېرنه به نن پای ته ورسېږي چې د شکایتونو کمېسیون یې د بیا شمېرنې پرېکړه کړې وه، همداراز د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د ۳۵ نورو مرکزونو رأیې هم رالېږلې وې چې نن به پر هغې هم کار وشي، د انتخاباتو کمېسیون کار کوي چې نن د ځینو ولایتونو لومړنۍ پایلې هم اعلان کړي، د کمېسیون رهبري هڅه کوي چې د کابل تر څنګ د ټولو ولایتونو لومړنۍ پایلې د همدې اوونۍ تر پایه اعلان کړي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر دې دمه د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ۲۵ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړي دي.

په دغه کمېسیون کې یوه سرچینه وايي چې د یکشنبې د ورځې تر پایه به د هلمند، هرات، کندهار او کندز ولایتونو د ولسي جرګې انتخاباتو لومړنۍ پایلې هم اعلان شي.

خو له دې وړاندې یو شمېر کاندیدانو ویلي وو چې لومړنۍ پایلې ورته د منلو نه دي، ځکه د راأیې ورکولو په پروسه کې شفافیت موجود نه و او حق حقدار ته نه دی رسېدلی.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون هم مخکې ویلي وو چې د رأیې ورکولو پرمهال د روڼوالي د نه شتون له امله په تېره بیا د کابل له حوزې ورته زیات شکایتونه ورسېدلي او باید له هرې ممکنې لارې پاکې رأيې له ناپاکو رأیو جلا شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید وایي، د کابل حوزې د رأیو بیا شمېرنه په سمه توګه ترسره شوې نه ده.

ښاغلي رشید ازادي راډیو ته وویل چې د څارونکو شمېر په دې پروسه کې کم و او کمېسیون د هغو کسانو په اړه چې په دې برخه کې یې فساد کړی، معلومات نه لري.

یوسف رشید
یوسف رشید

دی وایي:

"په دې پروسه کې د نظارت کچه ډېره محدوده وه او دا زمینه هم برابره نه وه چې موږ له دغې پروسې نظارت کړی وای، په دې ترڅ کې د فساد قضیې موندل شوي دي او ځيني کسان هم نیول شوي، خو لا معلومه نه ده چې له هغوی سره به څه کېږي."

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي چې د کابل او نورو ولایتونو د رأیو بیا شمېرنې پروسه په شفاف ډول ترسره شوې او د نوماندانو استازي او څارونکو بنسټونو په لازم ډول له دې پروسې څارنه کړې ده.

دغه کمېسیون سره له دې چې یو شمېر ستونزې او په ځينو کارکوونکو کې د وړتیاوو نه شتون مني، خو وایي چې کار په تېزۍ سره روان دی او د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته به په همدې میاشت کې د ولسي جرګې د انتخاباتو ورستۍ پایلې هم اعلان کړي.

راپور: فيروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG