د افغانستان ولسمشر وايي، د دولت وسلهوالو مخالفینو د افغانستان پر مهمو ارزښتونو حمله پيل کړې چې بېځوابه نهپاتې کېږي.
محمد اشرف غني تېره شپه په کابل کې د سې شنبې ورځې حمله د هغو کسانو کار وباله چې د ده په خبره د لومړي وار لپارهيې افغانستان ته انتحار او انفجار راوړى دى.
خو ولسمشر محمد اشرف غني ونهويل چې د وروستۍ ځان وژونکې حملې د عاملانو په وړاندې به څه اقدام کېږي.
ولسمشر غني زیاته کړه:
"د افغانستان پر دوديز سياست، جوړښت او زموږ پر ملي هويت حمله وشوه. دا بېځوابه نهشو پرېښودلاى. چا چې دې وطن ته انفجار او انتحار د لومړي ځل لپاره راوړ، د سې شنبې د حملې او فاجعې مسؤل دي. طالبان يوازې د دې پېښې په غندلو، خپل ځان له مسؤليته نهشي ژغورلاى. دوى بايد عملاً سولې ته کار وکړي، څو انسان وژنه، افغان وژنه او مسلمان وژنه پاى ته ورسېږي."
که څه هم ظاهراً د ولسمشر اشاره وسلهوالو طالبانو ته وه چې ګواکې په کابل کې د وروستۍ چاودنې عاملان دي، خو ذبيحالله مجاهد چې ځان د وسلهوالو طالبانو وياند معرفي کوي، ادعا کړې چې په دې چاودنه کې دوى لاس نهلري.
د کابل په اورانوس هوټل کې د سې شنبې پر ماښام د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د زوکړې يا ميلادالنبي په مناسبت د رابلل شوي محفل په پيل کې چاودنه وشوه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، د وژل شویو کسانو شمېر نږدې ٦٠ او د ټپيانو نږدې ۱۰۰ ته رسېږي.
حکومتي چارواکو ويلي چې د وژل شویو کسانو شمېر ښايي بدل شي، ځکه د ځينو ټپيانو وضعيت نازک دى.
بلخوا د ملکيانو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډلې مشر عزيز احمد تسل وروستيو پېښو ته په کتو د جګړې له ښکېلو لورو د ملکيانو د خونديتوب غوښتنه وکړه.
نوموړي زیاته کړه:
"له ټولو هغو کسانو او ډلو چې د افغانستان په جګړه کې ښکېلې دي، غوښتنه کوو چې پر ملکيانو رحم وکړي او ملکي خلک ونهوژني. په هغو ځايونو کې بريدونه ونهکړي چې د ملکيانو ګڼه ګوڼه پهکې وي او يا د دوى مذهبي غونډې وي. پر دغو ځايونو حملې کاملاً له بشري اصولو خلاف کار دى."
په کابل کې د سې شنبې چاودنه د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو غندلې ده.
دا چاودنه په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هيله ښوولې چې د ٢٠١٩ میلادي کال تر اپرېل مياشتې ښايي له وسلهوالو طالبانو سره د سولې موافقه وشي.
د سولې د هڅو له ګړندي کېدو سره په افغانستان کې خونړۍ حملې او ورسره د ملکيانو مرګ ژوبله هم زياته شوې ده.
د ملکيانو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، يوازې په اکټوبر مياشت کې په افغانستان کې شااوخوا ٨٠٠ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له دې ډلې ٢٧٠ ملکيان وژل شوي او تر ٥٠٠ ډېر نور ټپيان شوي دي.