د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

په کابل کې پر دیني عالمانو انتحاري حمله او نړیوال غبرګونونه!


د کابل په اورانوس هوټل کې د دیني عالمانو په پرونۍ غونډه کې په انتحاري حمله کې د مړو شمېر ۵۵ ته لوړ شوی دی.

په حمله کې ډېر نور وګړي زخمیان شوي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر یوناما پرون وویل چې د بشري حقونو د څارنې ډلې یې د حملې په اړه د حقایقو په راغونډولو لګیا دي.

یوناما په یوه بیان کې چې نن چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د لړم ۳۰» یې خپور کړ لیکلي چې د پرونۍ خونړۍ حملې په اړه حقایق ورته څرګند شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو په ځانګړي پیام کې ویلي:

"زه ټینګار کوم چې داسې حملې په هېڅ شرایطو کې د توجیه وړ نه‌دي. په کابل کې پرونۍ حمله وحشت دی، هغه کسان چې دا حمله‌یې کړې باید له عدالت سره مخامخ شي او حساب باید ورسره وشي."

تدامیچي یاماموتو
تدامیچي یاماموتو

تدامیچي یاماموتو ویلي چې ملګري ملتونه به د افغانستان له خلکو سره ولاړ وي، د افغانانو په مشرۍ د سولې د داسې پروسې ملاتړ کوي چې په افغانستان کې روان جنګ پای ته ورسوي او حکومت ته موقع ورکړي چې د خپلو وګړو د امنیت ټینګولو لپاره له ډېرو امکاناتو کار واخلي.

په افغانستان کې پرونۍ حمله په داسې وخت کې شوې چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سیاسي جوړجاړي لپاره هڅو هم زور اخیستی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی، زلمی خلیل‌زاد چې په دوحه او کابل کې یې د دواړو خواو له استازو سره وکتل، د نومبر په ۱۹مه یعنې تر حملې یوه ورځ مخکې له کابله واشنګټن ته ستون شو.

د خلیل‌زاد په سفر کې په مکرر ډول دا خبره یاده شوه چې سولې ته ښايي وخت کم پاتې دی او حتی تر راروان پسرلي د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د سیاسي موافقې خبرونه خپاره شول.

زلمی خلیل‌زاد
زلمی خلیل‌زاد

زلمي خلیل‌زاد پرون په کابل کې تر حملې وروسته، پر ټویټر ولیکل:

"موږ په نننۍ وحشتناکه حمله کې د قرباني شویو انسانانو ویر کوو، خو متعهد یو چې له افغانانو سره به کار کوو، څو روانه جګړه پای ته ورسېږي، موږ به له افغانستان سره خپل شراکت دوامدار وساتو، څو هغه ترورېستان له‌منځه ولاړ شي چې ملکي وګړي وژني، له سولې سره مخالفت کوي. داسې کسان د افغانستان په راتلونکي کې هېڅ رول یا ځای نه‌لري."

د پاکستان پارلمان غړي او په پاکستان کې د پښتنو د تحفظ غورځنګ پخواني مشر محسن داوړ پرون پر ټویټر ولیکل:

"موږ د دې حملې د غندلو لپاره کلمات نه‌لرو او د دې خونړۍ جګړې د دوام په ویر کې شریک یو."

وسله‌والو طالبانو پرونۍ حمله غندلې ده.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون وویل چې پر دیني عالمانو او ملکي وګړو حملې غندي.

هېڅ یوې ډلې د پرونۍ حملې مسؤلیت نه‌دی اخیستی.

د افغانستان پر سفارتونو او رسمي دفترونو به نن د افغانستان بیرغ نیم ځوړند وي.

ولسمشر محمد اشرف غني تر حملې وروسته، ملي ماتم اعلان کړ.

پر انټرنټي سایټونو لکه فېس‌بوک او ټویټر د پرونۍ حملې له وحشت او تشدد ډک عکسونه او وېډيوګانې خپرې شوې دي.

په یوه وېډيو کې واضح لیدل کېږي چې د قران مجید تلاوت روان دی او د چاودنې درز شي.

XS
SM
MD
LG