د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

په کابل ښار کې د اورانوس د ودونو په تالار کې چاودنې ۴۳ وژلي ۸۲ ټپيان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې نن په کابل ښار کې په اورانوس هوټل کې چې اکثر ودونه کېږي، چاودنه شوې ...

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې نن په کابل ښار کې په اورانوس هوټل کې چې اکثر ودونه کېږي، چاودنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې د چاودنې څرنګوالی نه‌دی معلوم.

نجیب دانش وویل چې په چاودنه کې د تلفاتو دقیق شمېر به هم وروسته څرګند شي.

په کابل کې نن په اورانوس هوټل کې د مولود مبارک په مناسبت په ځانګړو مراسمو کې انتحاري حمله وشوه.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د حملې له ځایه ۴۳ مړي او ۸۲ زخمیان انتقال شوي دي.

د تلفاتو وروستی شمېر لا نه‌دی څرګند.

د عامې روغتیا وزارت ویاند نن ازادي راډیو ته وویل چې اکثر زخمیان د شېخ زاید روغتون ته چې سیمې ته نږدی دی، لېږدول شوي دي.

د چاودنې مسؤلیت کومې ډلې نه‌دی اخیستی.

اورانوس هوټل د کابل په ۱۵مه ناحیه کې دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي په کابل کې نن په اورانوس هوټل کې د مولود مبارک په مناسبت په ځانګړو مراسمو کې انتحاري حمله وشوه.

د عامې روغتیا وزارت وايي د حملې له ځایه تر ۴۰ زیات مړي او ۶۰ زخمیان انتقال شوي دي.

د تلفاتو وروستی شمېر لا نه‌دی څرګند.

د عامې روغتیا وزارت ویاند نن ازادي راډیو ته وویل چې اکثر زخمیان د شېخ زاید روغتون ته چې سیمې ته نږدی دی، لېږدول شوي دي.

د چاودنې مسئولیت کومې ډلې نه‌دی اخیستی.

اورانوس هوټل د کابل په ۱۵مه ناحیه کی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په کابل کې نن په چاودنه کې ۴۰ تنه وژل شوي او ۶۰ تنه زخمیان شوي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې د تلفاتو دقیق شمېر لا نه‌دی څرګند.

نجیب دانش وویل چې چاودنه نن په اورانوس هوټل کې چې اکثر ودونه کېږي، شوې ده.

روېټرز خبري اژانس وايي چې چاودنه د اورانوس هوټل په ساحه کې شوې ده.

ویل کېږي چې په دې هوټل کې د مولود مبارک په مناسبت غونډه وه.

روېټرز خبري اژانس د عامې روغتیا وزارت په حواله لیکلي چې اورانوس هوټل ته نږدې په چاودنه کې ۴۰ تنه وژل شوي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند ازادي راډیو ته وویل چې د تلفاتو دقیق شمېر لا نه‌دی څرګند.

نجیب دانش وویل چې چاودنه نن په اورانوس هوټل کې چې اکثر ودونه کېږي، شوې ده.

خو روېټرز خبري اژانس وايي چې چاودنه د اورانوس هوټل په ساحه کې هوټل ته نږدې شوې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG