د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

د کورنیو چارو وزارت: د کابل خونړۍ حملې ۵۵ کسان وژلي او ۹۴یې ټپیان کړي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د تېرې شپې په انتحاري حمله کې ۱۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت وروستۍ شمېرې ښيي چې د تېرې شپې په مذهبي غونډه کې د چاودنې له امله ۵۵ کسان وژل شوي او ۹۴ نور ټپیان دي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۳۰» ازادي راډيو ته وویل، د ټپیانو له‌منځه د ۲۰ کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او کېدای شي د مړو په شمېر کې زیاتوالی راشي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"له بده‌مرغه د تېر ماښام په ترورېستي حمله کې چې تر دې دمه کوم معلومات دي ۵۵ کسان وژل شوي او له ۹۰ ډېر نور ټپیان دي دا وروستۍ شمېرې نه‌دي او کېدای شي په‌کې تغییر راشي، ځکه د ځينو عالمانو او ګډون کوونکو روغتیايي وضعیت خراب دی."

د کابل هوايي ډګر ته په غځېدلي سړک او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه د اورانوس په هوټل کې تېر ماښام د اسلام د ستر پیغمبر محمد «ص» د زوکړې یا میلاد النبي مراسم ترسره کېدل چې له رسمي پیلېدو سره سم په‌کې چاودنه وشوه.

هغه وېډیوګانې چې ټولنیزو رسنیو ته راوتلي، په‌کې ښکاري چې انتحاري حمله کوونکی د قران پاک د تلاوت په وخت کې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړې ده.

له دې وړاندې د تېرې دوشنبې په ورځ هم یوه انتحاري حمله کوونکي غوښتل چې د عامو خلکو یوې سترې مظاهرې ته ځان ورسوي، خو د کابل ښاروالۍ او استقلال لېسې ته نږدې د امنیتي ځواکونو له‌خوا درول شوی وو.

په هغې چاودنه کې بیا شپږ کسان وژل شوي وو چې ډېری یې امنیتي ځواکونه وو.

په علماوو او د میلاد النبي په درناوي پر دغې غونډې حملې د سیمې او نړۍ د ځينو هېوادونو سخت غبرګونونه هم راپارولي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په یوه خپره شوې اعلامیه کې پرونۍ حمله له قساوت پرته بل څه نه‌بولي او غوښتنه‌يې کړې هغه کسان باید محاکمې ته راکاږل شي چې داسې حملې کوي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار هم نن د جرګې په عمومي غونډه کې د دغې پېښې د جدي پلټڼې غوښتنه وکړه.

افغان حکومت له پېښې وروسته نن ملي ماتم اعلان کړی او د افغانستان په ډېرو سیمو کې خلک د ویر په ټغر ناست دي.

له دې سره د دغې غونډې یوه ګډونوال چې د سټېج چارې یې سمبالولې وايي، دوی د پنځو کلونو راهیسې د میلاد النبي غونډې په همدې هوټل کې جوړولې.

مولوي عبیدالله مهمند ازادي راډيو ته وویل، دوی د تېرې شپې د غونډې په اړه هم پولیسو ته خبر ورکړی وو او په هوټل کې زیات امنیتي مأمورین حاضر وو.

دی وايي:

"دولت موږ په جریان کې اچولی وو، دا غونډه موږ مهمه بلله او دا پنځه کاله کېږي چې موږ همدلته پروګرامونه جوړوو، موږ خپله هم پلټنه کوله او د هوټل امنیتي کسانو هم موږ خپل ټول بشري ځواک په کار اچولی وو، خو اجل چې راشي بیا نه‌ګرځي."

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي بنسټونه د دغې غونډې په اړه په جریان کې نه‌وو.

ښاغلی مهمند وايي، چادونه د صالون په منځ کې وشوه چېرته چې اکثره ځوانان او د قران حافظین ناست وو.

د ښاغلي مهمند په خبره انتحاري کس هڅه کوله چې سټېج ته نږدې ځان ورسوي چېرته چې مفتیان، شېخ‌الحدیث او لوی عالمان ناست وو، خو په کمربند کې د مخکې تګ اجازه نه‌وه ورکړل شوې.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG