د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې انتحاري حمله شوې

د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چاودنه شوې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته ...

د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چاودنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته دا پېښه تأیید کړه او ویې‌ویل د استقلال لېسې ته څېرمه پر هغه سړک چې پولیسو د لاریون په خاطر تړلی وو رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا دا چاودنه احتمالاً د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل اسقلال لېسې ته څېرمه په نننۍ پېښه کې ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې په دغه پېښه کې د درېیو مېرمنو او یوه نظامي کس په ګډون شپږ تنه وژل شوي او د درېيو مېرمنو او درېيو نظامي کسانو په شمول ۲۰ تنه ټپیان دي.

د دغې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

افغان چارواکي وايي، کابل کې استقلال لېسې ته نږدې نن یوې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.

د ملي امنیت یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، یو څانوژونکی بریدګر نن ماسپښین هغه مهال د ملک اضغر په څلور لاري کې چاودنه وکړه چې غوښتل‌یې دغلته نږدې راټولو شویو اعتراض کوونکو ته ځان ورسوي.

دې سرچینې ویلي، په سیمه کې د ملي امنیت یوې پوستې د بریدګر مخه ونیوله چې په نتیجه کې یې همدې پوستې ته نږدې چاودنه وکړه.

دې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، په چاودنه کې څو تنو ته چې امنیتي سرتېري هم په‌کې شامل دي مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیقه شمېره‌یې لا نه‌ده څرګنده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ سرچینو ویلي چې ښايي پېښه کې پولیس سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد وايي، دا له چاودنې ۲۰ متره لیرې وه، د روېټرز خبري اژانس د ښاغلي مجاهد له خولې وايي، لږ تر لږه ۴ جسدونه‌یې له ځمکې پورته کړي خو پر ځمکه نور هم پراته و.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید پړه پر غاړه نه‌ده اخیستې.

چاودنه په داسې حال کې شوې چې د پېښې سیمې ته نږدې سلګونه اعتراض کوونکي راټول شوي او د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې د وسله‌والو طالبانو پر ضد د حکومت د پراخو عملیاتو غوښتنه کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې د کابل ښار په نننۍ انتحاري حمله کې ۶ تنه وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان دي.

ښاغلي دانش زیاته کړه په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او امنیتي ځواکونه هم شامل دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ازادي راډیو ته وویل چې د کابل ښار په دې پېښه کې ۳ تنه وژل شوي او اته تنه ټپیان روغتون ته وړل شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG