د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۴۷

د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې انتحاري حمله شوې

د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چاودنه شوې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته ...

د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چاودنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته دا پېښه تأیید کړه او ویې‌ویل د استقلال لېسې ته څېرمه پر هغه سړک چې پولیسو د لاریون په خاطر تړلی وو رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا دا چاودنه احتمالاً د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

کابل ښار د یوې انتحاري حملې شاهد و.

د ملي امنیت ریاست ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، انتحاري حمله کوونکي مخکې له هدفه چې مظاهره‌چیان په پښتونستان واټ کې سره راټول شوي وو د چټک غبرګون ځواکونو وپېژاند او ویې‌واژه.

خو انتحاري حمله کوونکي سره چاودېدونکو توکو یو شمېر کسان ووژل او څه‌یې ټپیان کړي چې تر اوسه‌یې دقیقه شمېره نه‌ده معلومه.

​
XS
SM
MD
LG