د کابل امنیه قوماندان وايي، د میلاد النبي ورځې د لمانځنې په کومه غونډه کې چې چاودنه رامنځته شوې، دوی ته د غونډې د جوړېدو او څرنګوالي په اړه څه نهوو، ویل شوي.
قوماندان سید محمد روشندل له ازادي راډیو سره په مرکه کې د پېښې په وړاندې استخباراتي ناکامي مني، خو وايي هغه کسان به جزا وویني چې په خپله دنده کې پاتې راغلي دي.
له ښاغلي روشندل سره د ازادي راډیو خبریال یوسف خان ځدراڼ مرکه کړې او په سر کې يې د چاودنې د څرنګوالي په اړه پوښتلی دی.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: