د افغانستان د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون د کابل ښار د سې شنبې ورځې خونړۍ پېښې ته په اشارې وايي، د دغې حملې یو هدف د سولې پروسې ګډوډول وو.
په کابل ښار کې له یوې خونړۍ حملې یوه ورځ وروسته د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون وايي، یو شمېر کړۍ او هېوادونه هڅه کوي، څو د سولې پروسه سبوتاژ کړي.
د دغه کمېسیون رئیس احمد جاوېد رؤف د چهارشنبې ورځې «۱۳۹۷ کال د لړم ۳۰» په عمومي جلسه کې وویل، د دغه هېواد دښمنان هېڅکله نهغواړي چې د سولې هڅې یوې مطلوبې نتیجې ته ورسېږي.
ښاغلي رؤف د سولې پروسه کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې وویل، د دیني عالمانو د ناستې پر مهال د تېرې ورځې خونړۍ حمله د سولې پروسې ګډوډولو هڅه وه.
نوموړي وویل:
"په رښتیا هم ډېره خونړۍ او زړه بوږنوونکې پېښه وه، ممکن یو شمېر کړۍ او هېوادونه هڅه وکړي چې د سولې پروسه کې خنډ رامنځته کړي دا زموږ د هېواد د دښمنانو کار دی، هغه چې نهغواړي په افغانستان کې سوله راشي نو لاس په داسې کړنو پورې کوي."
د دیني علمانو د ناستې پر مهال د سې شنبې ورځې ماښام انتحاري حمله په داسې حال کې وشوه چې دیني عالمان د میلاد نبي په مناسبت سره راټول شوي وو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د پروني ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۵۰ او د ټپیانو شمېر ۸۳ ته رسېدلی دی.
دغه حمله په داسې حال کې ترسره شوې چې د سولې لپاره هڅې تېزې شوي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د خپلو تېرو دوو کتنو پایلې هیله بخښونکې ګڼلي.
د افغانستان جمهوري ریاست هم ویلي چې د همدې اوونۍ تر پایه به د سولې یو ګډ بورډ رامنځته شي چې پهکې به د ولایتونو او د ټولو قشرونو استازي حضور ولري.
په همدې حال کې د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وویل، افغانان په یو غږ سوله غواړي او د هېواد دښمنان نهشي کولای چې په ورته حملو سره د خلکو د دغو غوښتنو په وړاندې ودرېږي.
نوموړي زیاته کړه:
"د سولې دښمنان هڅه کوي چې د سولې پروسه ګډوډه کړي، خو هغوی باید پهدې پوه شي چې د افغانستان خلک په یو غږ د سولې غوښتنه کړې او موږ وړاندې ځو، تر څو په نږدې راتلونکي کې د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات وشي او خلکو ته پهدې تړاو د خوښۍ خبر ولرو."
له بل لوري د سیاسي چارو کارپوهان له هغې ډلې جاوېد مومند وايي، د سیمې په کچه یو شمېر کړۍ هڅه کوي، څو له هرې ممکنې لارې چې د سولې هڅې چې یوې حساسې مرحلې ته رسېدلي سبوتاژ کړي.
د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري هم دغې موضوع ته په اشارې له خلکو غواړي، څو د هېواد د دښمنانو په وړاندې یوځای ودرېږي او پرېنهږدي چې د سولې پروسه د ترورېستي او ورانکارو ډلو لهخوا زیانمنه شي.
راپور: ناجیه ساپۍ