په کابل کې د تېرې شپې هغه مراسم چې انتحاري حمله پرې وشوه د اهل سنت مذهب «د نقشبندیه طریقې» د پیروانو لهخوا جوړ شوی وو.
مولوي عبیدالله مهمند چې د دغو مراسمو د دریځ چارې يې پرمخ وړلې ازادي راډیو ته وویل چې د دغو مراسمو د جوړوونکو ترڅنګ زیاتره ګډونوال یې هم د يادې طریقې پیروان وو.
د ده په خبره، دغو مراسمو ته دوی د فېسبوک له لارې خلک رابللي وو چې نېږدې ۸۰۰ کسانو د بېګاه شپې په مراسمو کې ګډون کړی وو.
ښاغلی مهمند زیاتوي چې د نقشبندیه طریقې پيروانو له دې وړاندې هم د میلاد النبي د پنځو غونډو په ګډون ۹ ځلي دیني مراسم د کابل په اورانوس هوټل کې ترسره کړې وې.
دا چې دوی ولې تل دغه هوټل غوره کاوه؟
ښاغلی مهمند وايي:
"دا هوټل امن و او د ګډون کوونکو بدني تلاشي هم کېدله."
نقشبندیه طریقه يوه تصوفي سلسله ده چې د پيروانو په باور يې محمد بن محمد بخاري مشهور په شیخ بهاوالدین یې بنسټ اېښودونکی دی.
دغه طریقه په افغانستان کې هم پیروان لري.
مولوي عبیدالله مهمند وايي، د نقشبندیه طریقې پیروان په ټول افغانستان کې شته خو زیاتره یې په کابل او هرات کې دي.
د دغې طریقې په پیروانو دا لومړی حمله نهده، بلکه له دې وړاندې هم د ۲۰۱۵ میلادي کال د مارچ په میاشت کې د ماښام د لمانځه پرمهال د کابل په کمپنۍ کې د «د بهادر جان» په نوم خانقا باندې څو تنو وسلهوالو حمله وکړه چې پهکې شاوخوا ۱۱ تنه ووژل شول.
د مولوي عبیدالله مهمند په خبره، دوه کاله وړاندې هم د مفتي نعمان په مدرسې چې د دغې طریقې له مشرانو څخه دی، دوه ځله ورته ماینونه اېښودل شوي چې هدف یې مفتي نعمان وو.
د کابل امنیې قوماندان سید محمد روشندل ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې شپې د مراسمو ترسره کوونکی د افغانستان جیید عالم مفتي نعمان وو.
د کابل د امنیه قوماندان سره مرکه
تېره شپه هغه مهال په سلګونو دیني عالمانو انتحاري حمله وشوه چې دوی د خدای د پيغمیر د میلاد د لمانځنې لپاره د حامد کرزي د هوايي ډګر په څلورلارې کې په اورانوس هوټل کې سره راټول شوي وو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ويلي چې پهدغه پېښه کې ۵۵ تنه وژل شوي او ۹۴ تنه نور ټپيان دي.
عبیدالله مهمند وايي:
"هغه مهال چې د قران عظیم الشان تلاوت پيل شو يو تن په سپين رنګه لباس او لوڅ سر راغی او کوښښ یي کاوه چې ځان دریځ ته ورسوي، خو د مراسمو د تنظیم کوونکو قاري صاحبانو له ممناعت سره مخ شو چې هم هغه شېبه يې ځانته چاودنه ورکړه."
که څه هم د دغې انتحاري حملې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نهدی اخېستی، خو مولوي عبیدالله مهمند وايي، په اغلب ګومان سره دغه کار هغه ډلو چې کړی چې مهمند یې د وهابي او سلفي په نوم يادوي.
راپور: محمد واصل وصال