- وال سټريټ ژورنال
وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له قوله ليکلي چې حمله کوونکي د سې شنبې په ورځ ځان د ديني عالمانو تر غونډې ورساوه او په ځان پورې تړلي بمونهیې وچاودل.
په دې پېښه کې ۵۵ کسان ووژل شول.
د کورنیو چارو وزارت وايي، جدي تحقيق دوام لري چې څرګنده شي کومې ډلې د دې پېښې تر شا لاس درلود.
طالبانو په دې حمله کې لاس درلودل رد کړي دي.
وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې دې ته پام کړی چې د سولې د مذاکراتو لپاره پر هڅو سربېره په افغانستان کې جګړه دوام لري او طالبانو په تېرو څو اوونيو کې خپلې حملې زياتې کړې دي.
ورځپاڼې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد خبرې خپرې کړي چې وايي، هيله لري طالبان او نور افغانان به د ولسمشرۍ انتخابات د سولې توافق ته د رسېدو لپاره د يوه ضربالاجل په توګه وټاکي.
- واشنګټن پُسټ
واشنګټن پُسټ ورځپاڼې لیکلي چې د سې شنبې د ورځې د حملې ډېری قربانيان د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو څخه کابل ته تللي ديني عالمان وو چې د اسلام د ستر پيغمبر د ميلاد لمانځلو لپاره راټول شوي وو.
د ورځپاڼې په وينا، د کابل له پولیسو نهوو غوښتل شوي چې د دومره لويې غونډې امنيت ونيسي، نو حمله کوونکی توانېدلی اورانوس سالون ته ننوځي.
واشنګټن پوسټ زیاتوي چې طالبانو په دې پېښه کې لاس درلودل رد کړي دي، خو د ملګرو ملتونو د راپور له مخې دا ډله پر حکومتي او نړيوالو اهدافو په ځانمرګو حملو کې لاس لري او په افغانستان کې د زرګونه ملکيانو د وژلو مسئولیت لري.
د سې شنبې د ورځې تر حملې مخکې، د افغانستان د عالمانو شورا په يوه بېساري اقدام کې ځانمرګي بريدونه حرام بللي وو.
په افغانستان کې دا ډول حملې طالبان او داعش ډله کوي.
- ګارډين
برتانيايي ورځپاڼې ګارډين هم په کابل کې د سې شنبې د حملې په اړه ليکلي دي.
ورځپاڼې لیکلي، دا په تېرو دوو مياشتو کې په پلازمېنه کابل کې تر ټولو خونړۍ پېښه وه. مخکې دې ته ورته په يوه حمله کې د ورزش په يوه ځای کې شيعه افغانان هدف ګرځېدلي وو.
ګارډین دې ته هم پام کړی چې د ملګرو ملتونو په وینا په افغانستان کې د روان کال لومړۍ شپږ مياشتې د ملکيانو لپاره تر ټولو خونړۍ وې او په اکټوبر مياشت کې د پارلماني انتخاباتو پر مهال تر ټولو زیاتې خونړۍ پېښې وشوې.
د ملګرو ملتونو په وینا په افغانستان کې د روان کال لومړۍ شپږ مياشتې د ملکيانو لپاره تر ټولو خونړۍ وې.
د ورځپاڼې په وينا، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد هيله لري چې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې به د سولې په اړه یو توافق وشي، خو ګارډين زیاتوي چې داسې نښې کمې ليدل کېږي چې طالبان به يوه ضربالاجل ته درناوی وکړي او هېڅ نښې نهشته چې داعش ډله به د سولې خبرو ته لېوالتيا ولري.