د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي چې د افغانستان د سولې په اړه د مسکو په جوړېدونکې ناسته کې د افغان استازو نهګډون به منفي پایلې ولري او پهدې هېواد کې به د جګړې د زیاتېدو لامل شي.
وروسته له دې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سولې په اړه د مسکو په جوړېدونکې ناسته کې د افغان پلاوي ګډون رد کړ، د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون وايي، افغان حکومت باید په کور دننه او بهر د سولې له هر رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي.
د دې کمېسیون غړې ارین یون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۵» ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د مسکو په ناسته کې د افغان حکومت نهګډون به منفي پایلې ولري.
نوموړې وايي:
"د افغانستان اوسنیو ناامنو حالاتو ته په کتو که د دې هېواد د سولې په اړه هره هڅه کېږي باید موږ ترې ګټه واخلو، پهدې ناسته کې د افغان پلاوي نهګډون د افغانستان خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي او امکان لري چې له دې وروسته روسیه د افغانستان په چارو کې هم لاسوهنه وکړي او د افغانستان مخالفینو سره مرسته وکړي او دا مسئله به پهدې هېواد کې د جګړې د زیاتېدو لامل وګرځي."
اغلې یون پهدې باور ده چې د مسکو په ناسته کې د افغان حکومت نهګډون د روسیې او امریکا د رقابتونو پایله ده.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغتالله احمدي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۵» ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت ځکه پهدې ناسته کې برخه نهاخلي چې د وسلهوالو طالبانو ته د یوې ډلې په توګه پهکې بلنه ورکړل شوې.
خو نوموړی وايي، افغان او روسي چارواکي هوکړې ته رسېدلي چې دغه ناسته باید د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لامل وګرځي.
د راپورونو پر اساس ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې په اړه د مسکو ناسته د روانې لمریزې میاشتې په نهمه د راتلونکې جمعې په ورځ د روسیې په کوربهتوب جوړه شي.
له دې وړاندې د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري ازادي راډيو ویلي و چې د مسکو په ناسته کې به د دې شورا څلور یا هم شپږ نفري پلاوی ګډون وکړي.
راپورونه وايي چې پهدې ناسته کې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي تر څنګ یو شمېر نورو افغان سیاسیونو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
له بلېخوا د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی هم د مسکو د غونډې هرکلی کوي او هیله ښيي چې دغه غونډه به د افغان حکومت په همغږي ترسره شي.
د دغې جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د جرګې په عمومي ناسته کې وویل، د سولې عالي شورا او یو شمېر افغان سیاستوال چې پهدغه غونډه کې ګډون کوي هڅه دې وکړي چې په خپلو کې ښه همغږي ولري او افغانستان سولې لپاره ګټور څه ترلاسه کړي.
ښاغلي ایزدیار د مسکو په غونډه کې د طالبانو د استازو ګډون یو مهم ټکی بولي.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو افغان کارپوه یونس فکور د مسکو په غونډه کې د افغان پلاوي نهګډون یو پر ځای ګام بولي.
دی وايي:
"د روسیې په نوښت د مسکو غونډه یو رقابتي غونډه ده د امریکا، ناټو او افغان دولت په وړاندې يې شرایط درک کړي او موږ هغه تړونونه چې له لویو متحدینو سرهیې لرو، د هغه پر اساس دې عمل وکړي، هغوی چې پهدغه غونډه کې ګډون نهکوي او هغه ګټور نهبولي، نو افغان حکومت دې هم پهدې اړه ښه پرېکړه کړې ده."
خو له دې ټولو سره د مسکو د غونډې په اړه د افغانستان د اجرائیه ریاست نظر بېل دی.
د دغه ریاست مرستیال ویاند امید میثم هیله څرګندوي چې د مسکو غونډه به د افغانستان د سولې لپاره یوه دروازه پرانیزي.
ښاغلی میثم زیاتوي چې د سولې عالي شورا غړي د افغان حکومت په استازیتوب د مسکو په غونډه کې ګډون کوي او ټینګار کوي چې تمه ده دغه غونډه ښې لاسته راوړنې ولري.
راپور: اکرامالله اکرام