د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

د سولې شورا: د مسکو ناسته ممکن د مشخصې اجنډا د نه‌تنظیمېدو له امله ځنډېدلې وي


د مسکو په ناسته کې تر دوهم ځل ځنډ وروسته اوس د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې ممکن د مسکو ناسته افغان چارواکو سره د روسیې له‎خوا د یوې مشخصې اجنډا د نه‌تنظیمېدو له امله ځنډېدلې وي.

د یادې شورا د اجرائيه پلاوي غړي محمد اسماعیل قاسمیار د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۰» ازادي راډیو سره په خبرو کې په یاده ناسته کې د افغان چارواکو ګډون ډېر مهم وګاڼه او ویې‌ویل چې ښايي په‎دغه غونډه کې د سولې عالي شورا استازی هم ګډون وکړي.

محمد اسماعیل قاسمیار
محمد اسماعیل قاسمیار

ښاغلي قاسمیار زیاته کړه:

"دا چې تر اوسه د غونډې اجنډا له افغان چارواکو سره په ګډه نه‎ده تنظیم شوې، زما په اند د ځنډ لامل به همدا وي، تر کومه چې یوه ګډه اجنډا جوړه شي، افغان حکومت ورسره موافقه وکړي او بالاخره خپل ګډون اعلان کړي."

مخکې تر دې یو شمېر روسي رسنیو راپور ورکړی و چې ښايي د مسکو ناسته د روان میلادي کال د نومبر په لومړۍ نېټه جوړه شي او د سولې عالي شورا هم ویلي و چې د مسکو ناسته د اکټوبر میاشتې په وروستیو کې جوړېږي.

ټاکل شوې وه چې د مسکو ناسته په اوله کې د روسیې په کوربه‎توب د افغان حکومت د استازو په ګډون د روان میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې جوړه شي، خو د افغان چارواکو تر مخالفتونو وروسته دغه ناسته جوړه نه‎شوه او وروسته له هغې بیا کابل او مسکو شااوخوا میاشت مخکې هوکړه وکړه چې یاده ناسته به په ګډه جوړه کړي.

روسي چارواکو ویلي چې د مسکو په ناسته کې چې هدف‎یې د افغانستان سوله ده، د افغانستان په ګډون، امریکا، طالبانو او د سیمې یو شمېر مهمو هېوادونو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

طالبانو تر اوسه په‎دغه ناسته کې د خپل ګډون په اړه څه نه‎دي ویلي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د یادې ناستې د جوړېدو د څرنګوالي او وخت پر سر د کابل او مسکو ترمنځ خبرې روانې دي.

صبغت الله احمدي
صبغت الله احمدي

د یاد وزارت ویاند صبغت‌الله احمدي وايي:

"تاسې پوهېږئ چې مذاکره یو لوی بحث دی او موږ په‎دې اړه مذاکره کوو او البته دا مذاکره هم د مذاکرې لپاره ده، ځکه باید د دغه ناستې د څرنګوالي په اړه بحث وشي، ټول موارد په دقت سره وارزول شي او مورادو ته تر لاسرسي وروسته موږ ځو، تر هغې وروسته مواردو ته او جزئیات له تاسې سره شریکوو."

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې غړي نادر بلوڅ هم ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه ناسته ډېره مهمه وګڼله او ویې‌ویل چې حکومت باید له رامنځته شوي فرصته ښه استفاده وکړي او د دا شان ناستو نتیجې د سولې رسمي خبرو ته زمینه برابره کړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG