د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

راپورونه: د طالبانو ۵ مهم غړي د سولې د خبرو لپاره قطر ته رسېدلي


د قطر دفتر ته د طالبانو د پنځو تنو نورو غړو تر رسېدلو ورسته، د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې له هر هغه اقدامه چې د سولې د خبرو د پیلېدو لامل ګرځي، ملاتړ کوي.

لوېدیځو رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو پنځه تنه مهم غړي د سولې د خبرو د پر مخ بیولو په هدف د یادې ډلې د قطر دفتر ته رسېدلي دي.

اسوشېټېډ برېس خبري اژانس د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په حواله ویلي چې دغو پنځو تنو طالبانو یوه موده د ګوانتانامو په زندان کې هم تېره کړې ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا په دې برخه کې په احتیاط سره نظر څرګندوي.

د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري په دې اړه د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی له هر هغه اقدامه چې د سولې د خبرو د پیل لامل وګرځي، ملاتړ کوي.

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

دی وایي:

"بې له شکه چې د سولې پروسه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي او د نړۍ او سیمې هېوادونه په دې برخه کې تخنیکي همکاري کوي، هر اقدام چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د زمینې برابرولو په برخه کې کېږي، مونږ ورنه ملاتړ کوو او د افغانستان په خیر یې ګڼو."

یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې محمد فضل اخوند، ملا نورالله نوري، ملا خیرالله خیرخواه، ملا عبدالحق وثیق او مولوي محمد نبي عمري هغه طالبان دي چې تازه د دغې ډلې د قطر له دفتر سره یو ځای شوي دي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس له مخې، د طالبانو دغه پنځه تنه مهم غړي په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له طالبانو سره د اسیر شوي امریکايي سرتېري په بدل کې تبادله او خوشي شوي وو.

طالبان په داسې حال کې د سولې د خبرو د پر مخ بیولو لپاره خپل د قطر دفتر ته د پنځو تنو نورو د لېږلو خبره کوي چې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څو ورځې مخکې په قطر کې د یادې ډلې له یو شمېر غړو سره کتلي دي.

ښاغلي خلیلزاد د طالبانو پر استازو سربېره، د افغانستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او پاکستاني چارواکو سره هم کتلي دي.

له پاکستاني چارواکو سره د ښاغلي خلیلزاد د لیدنو کتنو په ترڅ کې د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی عبدالغني برادر چې نېږدې اته کاله یې د پاکستان په زندان کې تېر کړي وو، څو ورځې مخکې خوشې شو.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی داود کلکاني وايي چې تر خبرو مخکې د طالبانو یو شمېر شرطونه منل شوي دي او تازه د قطر دفتر ته د طالبانو د پنځو تنو نورو غړو رسېدو د سولې د خبرو پيلېدو ته هیلې ډېرې کړې دي.

داود کلکاني
داود کلکاني

دی وایي:

"طالبانو چې کوم شرطونه د سولې د خبرو لپاره وړاندې کول، لیدل کېږي چې د امکان تر بریده منل شوي، هغوی امریکا سره خبرې کوي، هغه فشارونه چې پر پاکستان راغلي، د دې لامل ګرځېدلي چې طالبان خبرو ته چمتو شي او هیلې شته چې یوې حل لارې ته غاړه کېږدي."

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې تر راتلونکو څو ورځو پورې په مسکو کې هم د افغانستان د سولې لپاره غونډه جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د سولې لپاره تر بل هر وخت هڅې تېزې شوي او له روسي چارواکو سره د مسکو غونډې په تړاو خبرې روانې دي.

روسي چارواکو مخکې تر دې ویلي وو چې د مسکو ناستې ته اافغانستان، امریکا، طالبان او د سیمې یو شمېر مهم هېوادونه هم بلل شوي دي.

اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG