د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

افغان حکومت: نه د مسکو د غونډې نېټه روښانه ده او نه‌یې هم څرنګوالی


افغان چارواکي وايي، د افغانستان په اړه د مسکو غونډه د افغان حکومت لپاره د بحث وړ مسئله ده، خو تر اوسه افغان او روسي چارواکي د دې غونډې د جوړېدو په برخه کې کوم جوړجاړي ته نه‌دي رسېدلي.

له څو ورځو راهیسې خبرې اترې روانې دي، خو لا نه د مسکو د غونډې نېټه روښانه ده او نه‌یې هم څرنګوالی.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، صبغت‌الله احمدي د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، دا مهال نه‌شي کولای د مسکو د غونډې د جوړېدو نېټه او جزئیات تأیید کړي.

نوموړی وايي:

"د مسکو د غونډې جوړېدل زموږ لپاره د بحث وړ دي. موږ د روسي چارواکو سره د دې غونډې د څرنګوالي او جوړېدو د وخت په اړه په بحثونو بوخت یوو. تر اوسه پورې د غونډې د جوړېدو د نېټې او څرنګوالي په اړه د روسي لوري سره توافق ته نه‌یو رسېدلي."

د بهرنیو چارو وزارت: هره غونډه چې د نړۍ په هر ګوټ کې د سولې په اړه کېږي، باید په‌کې د افغانستان رهبري او مالکیت په بشپړه توګه په رسمیت وپېژني.
د بهرنیو چارو وزارت: هره غونډه چې د نړۍ په هر ګوټ کې د سولې په اړه کېږي، باید په‌کې د افغانستان رهبري او مالکیت په بشپړه توګه په رسمیت وپېژني.

​د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ازادي راډیو د دې پوښتنو له ځوابه ډډه وکړه چې:

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ایګور مورګولوف بیا په وروستیو کې خبریالانو ته ویلي و، د افغانستان په اړه د مسکو د غونډې د جوړېدو نېټه به زر نهايي شي.

په کابل کې د سولې د عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد د تېرې جمعې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې ټاکل شوې د مسکو غونډه د همدې اوونۍ تر پایه پورې جوړه شي.

د سولې د عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد
د سولې د عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد

تمه کېږي چې په دې غونډه کې به افغان چارواکي هم ګډون وکړي، خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت‌الله احمدي وايي، تر اوسه څرګنده نه‌ده چې په‌دې خبرو کې د افغانستان د حکومت په استازیتوب څوک ګډون کوي؟

تمه کېږي چې د مسکو په غونډه کې افغان چارواکي هم ګډون وکړي.

ښاغلي احمدي په عین حال کې ټینګار وکړ چې د افغانستان د حکومت له ګډونه پرته د دې هېواد په اړه هېڅ غونډه کومې نتیجې ته نه‌رسېږي.

دی وايي:

"هره غونډه چې د نړۍ په هر ګوټ کې د افغانستان د سولې په اړه کېږي، باید په‌کې د افغانستان رهبري او مالکیت په بشپړه توګه په رسمیت وپېژني. لکه د سیمې او نړۍ ټولو هېوادونو چې د افغانستان په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو ته ژمنه څرګنده کړې او ټول هېوادونه د افغانستان د سولې په برخه کې دې اصل ته ژمن دي."

سره له دې چې د افغانستان د سولې عالي شورا د مسکو د غونډې نتایجو ته مخکې له مخکې خوشبیني لري، د افغانستان حکومت د روسیې له اړخه د دوی شرایطو ته څرګند پیغام نه‌دی ترلاسه کړی.

د افغانستان د سولې عالي شورا د مسکو د غونډې نتایجو ته مخکې له مخکې خوشبیني لري.
د افغانستان د سولې عالي شورا د مسکو د غونډې نتایجو ته مخکې له مخکې خوشبیني لري.

تر دې مخکې یو شمېر څارونکو ویلي وو، افغان حکومت باید د سولې په برخه کې د مسکو د غونډې په شمول له رامنځته شویو فرصتونو ګټه واخلي، څو د سولې د خبرو رسمي پیل ته زمینه برابره شي.

ایا مسکو غواړي چې د دې غونډې رهبري او مدیریت وکړي؟ ایا دا د افغانستان د غوښتنې خلاف څه دي؟

له دې سره تر اوسه څرګنده نه‌ده چې د مسکو د کنفرانس په اړه خبرو اترو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ څه روان دي؟

  • ایا مسکو غواړي چې د دې غونډې رهبري او مدیریت وکړي؟
  • ایا دا د افغانستان د غوښتنې خلاف څه دي؟

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي:

"د مسکو د غونډې په اړه له روسیې سره یوې نتیجې ته له رسېدو وروسته به دې پوښتنو ته ځواب پیدا شي."

XS
SM
MD
LG