د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۵

کابل چاپ ورځپاڼو د افغانستان د سولې په اړه ګڼ شمېر مطالب خپاره کړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې د موضوع په اړه ګڼ مطالب لیکلي دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې لیکلي، مشرانو جرګې له حکومته غوښتي چې د سولې له هڅو نه د ښې استفادې په منظور د مسکو په ناسته کې له قوي دریځه کډون وکړي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د مشرانو جرګې غړو په خپلې پرونۍ ناسته کې په دې ټینګار کړی چې افغان حکومت باید د سولې لپاره له هر رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي.

ویسا د مشرانو جرګې د دوهم مرستیال اصف صدیقي په حواله لیکلي چې افغان حکومت باید د مسکو په ناسته کې ګډون او په هېواد کې د سولې لپاره په ښه توګه لابي ګري وکړي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې هم د موضوع په اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي دي.

دنیا لیکلي چې د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي چې د افغان حکومت په استازیتوب به د دوی یو شپږ کسیز پلاوی د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي.

خو ورځپاڼې د دغې شورا د ویاند سید احسان طاهري په حواله لیکلي چې یاد کسان تر اوسه مشخص شوي نه‌دي.

دنیا په خپل یو بل مطلب کې د افغانستان د سولې په اړه لیکلي چې ډېر ژر به د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د دیني عالمانو ناسته جوړه شي.

په مطلب کې راغلي چې په‌دې اړه خبرې کابل ته د اندونیزیا د عالمانو د شورا د رئیس په سفر کې او د سولې د عالي شورا له غړو سره په کتنه کې شوې دي.

د مطلب لیکوال دا هم لیکلي چې د یادو هېوادونو د دیني عالمانو ترمنځ لومړۍ ناسته د روان میلادي کال په ثور میاشت کې په اندونیزیا کې جوړه شوې وه چې په ترڅ کې یې انتحاري حملې د اسلام د اصولو خلاف وګڼل شوې او د افغانستان د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل شول چې سوله وکړي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې چین او پاکستان د افغانستان په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې پاکستان او چین د افغانستان پر موضوع د همکاریو پر پراختیا او د افغانستان په مشرۍ او رهبرۍ د سولې د پروسې په ملاتړ ټینګار کوي.

ورځپاڼې دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلې او ویل شوي چې دا خبرې تازه په چین کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان او د چین د ولسمشر ترمنځ په کتنه کې شوې دي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د سولې په خبرو کې د ښځو په رول او ګډون ټینګار کړی دی.

  • اصلاح

اصلاح دولتي ورځپاڼې د مسکو ناستې په تړاو په خپل یو مطلب کې لیکلي، د افغانانو هیله دا ده چې د سولې په خبرو کې د طالبانو واک وي، نه د بل هېواد یا کومې استخباراتي ادارې.

په مطلب کې راغلي چې د سولې په تړاو د مسکو د ناستې په خبرو کې باید دوکه او کوم سیاسي چل نه‌وي او صداقت په‌کې موجود وي.

XS
SM
MD
LG