د افغانستان د بهرنو چارو وزارت وايي، له مسکو سره تر اوسه پورې هوکړې ته نهدي رسېدلی او د حکومت کوم استازی به هم په دغه غونده کې ګډون ونهکړي.
په داسې حال کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د مسکو د غونډې د جوړېدو د څرنګوالي په اړه له روسي چارواکو سره خبرې کوي او ټینګار کوي چې تر کومه افغان حکومت د غوندې د جوړېدو د څرنګوالي او د وخت په اړه له روسي چارواکو سره یوې هوکړې ته ونهرسېږي، افغان پلاوی به په دغه غونډه کې ګډون ونهکړي.
د دغه وزارت ویاند صبغتالله احمدي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۴» ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوی به د یوه خپلواک بنسټ په توګه په دغه غونډه کې ګډون وکړي.
دی وایي:
"طبیعي ده، کله چې په غونډه کې ګډون نهکوو، چمتووالی هم په کار نهدی، د سولې عالي شورا د یوه خپلواک بنسټ په توګه په غونډه کې ګډون کوي، تر هغې چې د غونډې د څرنګوالي او د جزئیاتو په اړهیې توافق ته ونهرسېږو، ټاکل شوې د سولې عالي شورا یو پلاوی ولاړ شي او د حکومت به څوک نهوي پهکې."
دا چې د مسکو له غونډې د افغان حکومت غوښتنې څه دي، ښاغلي احمدي یې په اړه وضاحت ورنهکړ، خو له دې وړاندې افغان حکومت ویلي وو چې په دغه غونډه کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي او ټینګار یې کړی و چې په نورو هېوادونو کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې غونډې باید د افغانانو په رهبرۍ ترسره شي.
ټاکل شوې وه چې د تېرې میلادي میاشتې په لومړیو کې په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه جوړه شوې وی، خو وروسته بیا د کابل په غوښتنه دغه غونډه وځنډېده.
له دې وړاندې روسي چارواکو ویلي، د مسکو په غونډه کې چې هدفیې په افغانستان کې سوله ده، افغان پلاوي امریکايي او طالب استازو او دغهشان د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو ته د ګډون بلنه ورکړې ده.
که څه هم وسلهوالو طالبانو تر اوسه په غونډه کې د ګډون په اړه څه نهدي ویلي، خو له دې مخکې روسي چارواکو ویلي وو چې طالبان هم د مسکو په غونډه کې ګډون ته چمتووالی نیسي.
د روېټرز خبري اژانس په تازه راپورونو کې راغلي چې د مسکو غوندې ته د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د جمعیت اسلامي اجرائیوي مشر عطا محمد نور هم بلل شوي دي چې د روسیې دا غوښتنه د افغانستان د پخوانیو چارواکو له لوري منل شوې ده.
خو د افغانستان د اجرائیه ریاست لیدلوری په دې تړاو متفاوت دی.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم هیله څرګندوي چې د مسکو غونډه به د افغانستان د سولې لپاره یوه لاره خلاصه کړي او ټینګار کوي چې دا غونډه به له لاسته راوړنو ډکه وي.
ښاغلی میثم وايي، د سولې عالي شورا به د افغان دولت په استازیتوب په دغه غونډه کې ګډون وکړي.
له دې سره د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري وايي، پرېکړه شوې چې د سولې د عالي شورا لهخوا څلور یا شپږ کسیزه پلاوی د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.
نوموړي وویل:
"د سولې عالي شورا به یو لوړپوړی پلاوی چې له څلورو تر شپږو کسان به پهکې وي، د مسکو غونډې ته د ګډون په هدف واستوي، معنی دا چې د افغان حکومت په استازیتوب به د سولې عالي شورا استازي په دې غونډه کې کډون ولري."
په ورته وخت کې د افغانستان مشرانو جرګه په دې باور ده چې د افغانستان حکومت باید له دې فرصته له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره ښه ګټه واخلي.
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي ټینګار کوي چې افغان حکومت دې داسې تګلاره برابره کړی چې له مخې یې د افغانستان د سولې په مسئله کې ښکېل هېوادونه رښتيني همکاریو ته اړ شي.
ښاغلی صدیقي په هېواد کې روانو حالاتو ته په اشارې سره وایي، امریکا او روسیه دې پایلې ته رسېدلي چې د افغانستان سوله د دوی په ګټه هم ده او افغان حکومت ته په کار ده چې د مسکو په غونډه کې له قوي دريځه ګډون وکړي.
راپور: رحمتالله افغان