د افغانستان د سولې لپاره د مسکو ناستې په درشل کې د دغه هېواد د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت د سیمې او نړۍ په رېښتیني او همغږي عمل پورې اړه لري.
د دغې جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان وايي، د سیمې او نړۍ هېوادونه په ځانګړي ډول روسیه او امریکا باید خپلې سیالۍ یوې خوا کړي او د افغانستان د سولې د پروسې د بریالیتوب لپاره لازمه همکاري وکړي.
ښاغلي عرفان د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې که داسې ونهشي نو د مسکو ناسته او ورته نورې ناستې به د افغانستان د سولې به برخه کې د پام وړ نتیجه ورنه کړي.
ښاغلي عرفان زیاته کړه:
"له امریکا نیولې تر روسیې، ایران، پاکستان، چین او نورو هېوادونو پورې چې یو واحد لید لوری پیدا نهکړي او د افغانستان د ګټو په اړه فکر ونهکړي، فکر نه کوم لکه څنګه چې موږ فکر کوو سل په سلو کې سوله راشي چې که د دغو هېوادونو تر منځ همغږي رامنځته شي افغانستان به د سولې شاهد وي."
خو لا تراوسه دا نهده معلومه چې پهدې غونډه کې به د امریکا استازی ګډون وکړي او که نه؟
ټاکل شوې چې د سیمې د یو شمېر هېوادونو په ګډون د افغانستان د سولې په اړه د مسکو ناسته په نېږدې راتلونکي کې جوړه شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي ازادي راډیو ته ویلي چې تر اوسه د غونډې د څرنګوالي او وخت په اړه د کابل او مسکو تر منځ هوکړه نهده شوې.
خو یو شمېر رسنیو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې دغه ناسته به د روانې میلادي میاشتې په نهمه نېټه یعنې د راتلونکې جمعې په ورځ جوړه شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغې ناستې ته د ایران، چین، هند، قرغزستان، قزاقستان، ازبکستان، امریکا، پاکستان او طالبانو استازي او دغه شان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر مشهورې افغان سیاسي څېرې بلل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس ویلي چې امریکا په دغه ناسته کې خپل ګډون رد کړی دی.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد د مسکو ناسته د دغه هېواد د سولې لپاره مهمه ګڼي.
خو ښاغلی دین محمد وايي چې د سولې په برخه کې د مسکو او امریکا د هڅو بریالي کېدل د افغانانو په ښه مدیریت او له دغو فرصتونو نه ګتې اخېستنې پورې تړاو لري.
دی زیاتوي:
"روسان زموږ شمالي ګاونډیان دي او د خپل سرحدونو او ملګرو د امنیت تشویش لري، افغانان باید د دوی له دلچسپۍ نه د سولې پرمختګ لپاره استفاده وکړي، موږ افغانان باید په دې کې یو اساسي رول ولوبوو، ځکه اصل موضوع خو د افغانستان ده."
ټاکل شوې وه چې د افغانستان د سولې په اړه د مسکو ناسته د روان میلادي کال د اګسټ په میاشت کې جوړه شي خو یاده غوڼده هغه مهال د کابل په غوښتنه وځنډېده.
اوس دا ناسته په داسې حال کې جوړېږي چې امریکا هم د افغانستان د سولې په برخه کې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاده په وسیله هڅې تېزې کړي دي.
د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وايي، د مسکو غونډې ته د افغانستان له خوا پلاوی ټاکل شوی دی او هیله ښیې چې د مسکو ناسته او نورې هڅې چې د افغان سولې په برخه کې کېږي ښه نتیجه ورکړي.