د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د دغه شورا یو شپږ کسیز پلاوی به د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د راتلونکې جمعې په ورځ په مسکو کې د افغان سولې په تړاو یوه غونډه جوړېږي.
د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، له روسیې سره په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د غونډې پر دقیق وخت، څرنګوالي او په دې ناسته کې د حکومت د استازو د حضور په اړه موافقه نهده شوې.
د ازادي راډیو خبریال اکرامالله اکرام د سولې د عالي شورا له ویاند سید احسان طاهري سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې په دغه ناسته کې د افغان پلاوي د ګډون په اړه پوښتنه کړې ده.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: