د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

د انتخاباتو کمېسیون: روانه اوونۍ د ولسمشرۍ د انتخاباتو مهالوېش اعلانېږي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، ټاکل شوې چې روانه اوونۍ د ولسمشرۍ د انتخاباتو مهالوېش اعلان شي.

دا کمېسیون وايي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د مهالوېش د ښه سمون په هدف به د ګوندونو، سیاسي جریانونو او مدني ټولنو سلا مشورو ته ځانګړی پام وشي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۴» ازادي راډیو ته وویل چې ټاکل شوې دغه مهالوېش روانه اوونۍ اعلان شي.

ښاغلي سادات زیاته کړه:

"په‎دغه اوونۍ کې به د ولسمشرۍ انتخاباتو مهالوېش چې د جمعې په ورځ له سیاسي ګوندونو جریانونو، مدني ټولنو او ناظر بنسټونو سره شریک شوی اعلان شي، په لیکلي بڼه مو د دوی نظریات راواخیستل، د مهالوېش د ښه پلي کېدو او غني کېدو لپاره به د دوی نظریاتو ته ځای ورکړو چې انتخاباتو په ښه توګه ترسره شي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون درې ورځې مخکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټه د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې ۳۱مه نېټه اعلان کړې وه.

د تېرې جمعې په ورځ یو شمېر سیاسي جریانونو، ګوندونو، د مدني ټولنو استازو او ملي او همدا شان نړیوالو انتخاباتي ناظرو بنسټونو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سره د جمهوري ریاست د انتخاباتو د مهالوېش لپاره مشورتي غونډه درلوده او خپل وړاندیزونه‌یې ورسره شریک کړل.​

فضل‌الرحمن اوریا

د افغانستان د لوی ملي ائتلاف ویاند فضل‌الرحمن اوریا کمېسیون ته د خپلو وړاندیزونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ غوښتنې دا وې که کمېسیون په‎دې وتوانېد چې د ولسي جرګې پایلې په شفاف ډول اعلان کړي:

  • کمېسیون سره ولسمشریزو انتخاباتو ته ځو.
  • دوهم په همدې انتخاباتو کې باید د رأی ورکوونکو نومونه په بایو مټریک سیستم سره ثبت شي.
  • درېیم دا چې د انتخاباتو په ورځ باید بایو مټریک دستګاوې انلاین وي او دا راسره کمېسیون منلې هم دي."

بل‎خوا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د افغانستان حزب اسلامي ګوند په مشروط ډول د ولسمشرۍ د انتخاباتو د مهالوېش له اعلانه هرکلی کوي.

د دغه ګوند د رسنیز ټیم غړي فضل غني حقمل ازادي راډیو ته وویل، دوی په اوسني ډول د انتخاباتو له ترسره کېدو سره موافق نه‎دي.

ښاغلي حقمل زیاته کړه:

"زموږ غوښتنه دا ده چې اوسنی سیستم زوړ دی او درغلۍ ته زمینه برابروي، باید په انتخاباتي سیستم کې پراخ اصلاحات راشي، زموږ غوښتنه دا ده چې انتخابات باید د وري په ۳۱مه ترسره شي او هېڅ ډول ځنډ په‌کې رانه‌شي."

په ورته وخت کې د افغانستان د شفافو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا که څه هم په کمېسیون کې اصلاحات اړین بولي، خو اندېښنه ښيي چې ممکن دغه اصلاحات د ولسمشرۍ د انتخاباتو په مهالوېش او نېټې ناوړه اغېز وکړي او انتخابات له ځنډ سره مخ شي.

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، کله د ولسمشرۍ انتخاباتو نېټه کې بدلون راشي د سیاسي او حقوقي مشروعیت بحث‌یې رامنځته کېږي چې دا په خپل ځای د افغانستان د خلکو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG