د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

ډېلي مېل: د کندهار انتخابات له مهمو امنیتي پېښو پرته ترسره شول


په کندهار کې د رأیې ورکونې بهېر پیل شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:26 0:00

په کندهار کې د رأیې ورکونې بهېر پیل شو

  • ډېلي مېل

ډېلي مېل انلاین بریتانوۍ ورځپاڼې په کندهار کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه په یوه مطلب کې د امنیتي چارواکو له قوله لیکي چې دا انتخابات له مهمو امنیتي پېښو پرته ترسره شول.

خپرونه لیکي چې کندهار د طالبانو د زېږېدو ټاټوبی او د حکومت ضد وسله‎والو مخالفینو د فعالیتونو مرکز پاتې شوی.

خپرونه د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وژل کېدو ته چې په‎دې ولایت کې د ولسي جرګې د انتخاباتو د ځنډ علت و، اشاره کوي او لیکي، زرګونه امنیتي ځواکونه په کندهار کې د امنیت د ټینګښت پر دنده مؤظف شوي وو، څو د رأی ورکوونکو روحیات چې د جنرال عبدالرازق له وژل کېدو وروسته کمزوري شوي وو، پیاوړي کړي.

ډېلي مېل انلاین د مطلب په وروستۍ برخه کې د وسله‎والو طالبانو حملو او د نړیوالې ټولنې فشارونو ته په پام سره لیکي چې دې انتخاباتو ته د افغانستان د حکومت د اعتبار د یوې مهمې ازموینې په سترګه کتل کېږي.

د افغانستان انتخابات د ډموکراسۍ لپاره بریا ده.
  • یورو اېشیا رېویو

یورو اېشیا رېویو انلاین خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه په یوه مطلب کې د افغانستان انتخابات د ډموکراسۍ لپاره بریا بللې ده او لیکي چې افغانانو د طالبانو او داعش ډلو له‎خوا د حملو له خطر او له امنیتي ګواښونو سره سره رأیې ورکړې.

د مطلب لیکوال زیاتوي چې د خلکو پیغام ډېر واضح او روښانه او د رأی ورکولو په بهیر کې د خلکو د ګډون کچه هم لوړه وه.

د لیکوال په وینا خلکو د ګواښونو له وېرې سره سره په انتخاباتو کې ګډون غوره وباله، څو له ډموکراسۍ او د بیان له ازادۍ سره خپل تعهد څرګند کړي.

یورو اېشیا رېویو د مطلب په دوام لیکي چې افغانانو د انتخاباتو په بریالي کولو سره وښودله چې غواړي خپل برخلیک د رأیو په وسیله وټاکي نه د مرمیو په وسیله.

د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال د هېواد په کچه ۱۰ کاندیدان ووژل شول چې د یورو اېشیا رېویو لیکوال هغوی د ډموکراسۍ د لارې شهیدان بولي.

مطلب زیاتوي چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات په هېڅ صورت بې‌عیبه نه‎و او په ترڅ کې یې د هېواد په کچه د رأی ورکولو په مرکزونو کې د ځنډ او خنډونو راپورونه ورکړل شول، خو د مطلب لیکوال د دې ستونزو علتونه بیانوي او لیکي:

دا لومړی ځل و چې افغانستان په انتخاباتي سیستم کې د بایو مټریک له پرمختللي سیستمه کار واخیست.

لیکوال د مطلب په دوام لیکي چې که څه هم د انتخاباتو کول ډېره مهمه مسئله ده، خو په ازاده، عادلانه او شفافه بڼه د دې انتخاباتو د نتایجو اعلان بیا حیاتي اهمیت لري.

د یورو اېشیا رېویو د مطلب لیکوال په پای کې لیکي چې پر ډموکراسۍ د افغانانو اعتماد به هغه وخت نور هم یقیني شي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون خپله دنده په سم ډول بشپړه کړي.

XS
SM
MD
LG