د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

هاشمي: له ځينو بنسټونو سره تر مشورو وروسته د ولسمشرۍ د ټاکنو نېټه اعلانېږي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له بهرنیو او کورنیو بنسټونو سره له مشورو وروسته به د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه په رسمي ډول اعلان کړي.

په داسې حال کې چې یو شمېر رسنیو د راتلونکي لمریز کال د حمل ۳۱ مه د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کېدو د نېټې په توګه اعلان کړې، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د دغې نېټې په اړه لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د دغه کمېسیون ویاند او غړي سید حفیظ الله هاشمي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د راتلونکو ولسمشریزو، ولایتي شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره کېدو د نېټو په اړه مشورې روانې دي.

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

دی وایي:

"موږ احتمالي نېټې طرحه کړې وې چې د حمل په ۳۱ مه باید د ولسمشرۍ او غزني انتخابات وشي او یا د حمل په ۳۱ مه د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو او د غزني انتخابات ترسره شي، دا بحثونه شوي، خو وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې، که په دې اړه زموږ مشورې تر سبا مازیګر هم خلاصې شوې، نو په دې اړه به کنفرانس را وغواړو او دا موضوع به رسماً اعلان کړو."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو د نېټې په اړه يې څو مشورتي ناستې کړي چې د ملي او نړیوالو څارونکو او سیاسي احزابو سره په مشورو د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره یوه نېټه وټاکي.

ښاغلي هاشمي وویل، د جمعې په ورځ يې هم د ملي او نړیوالو څارونکو سره په همدې مسئله مشورتي ناسته لرله.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت دوره اته میاشتې وروسته پای ته رسېږي.

افغان ولسمشر له دې وړاندې بار بار په خپل وخت د ولسمشریزو انتخاباتو د ترسره کولو ژمنه کړې ده.

خو پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه دغه ډول مشورتي ناستې یوازې د خلکو تېر ایستل بولي او وايي چې کمېسیون هڅه کوي چې په دې سره د ولسي جرګې په انتخاباتو کې په رامنځته شویو ستونزو پرده واچوي.

یوسف رشید
یوسف رشید

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو یا فیفا اجرائيوي رئیس یوسف رشید د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون غواړي چې د خلکو او په ځانګړي ډول سیاسي ګوندونو مخه د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د رامنځته شویو ستونزو څخه د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر خوا واړوي، شاید لومړی هدف يې دا وي او دوهم دا چې غواړي خپل ځانته وخت پیدا کړي او په شکل د اشکالو د دغه ډول مشورتي ناستو په کولو سره له خپلو مسؤلیتونو د خلاصون په هڅه کې دي."

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له دې وړاندې بار بار ویلي دي چې هره هڅه يې د انتخاباتو د شفافیت او د عدالت د تینګښت لپاره ده.

خو د شفافو انتخاباتو د بنسټ یا ټیفا رئیس محمد نعیم ایوب زاده وايي چې مشورتي ناستې تر ډېره نمایشي بڼه لري او کمېسیون د شفافو انتخاباتو د ترسره کولو ظرفیت او توانايي نه لري.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG