د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۳

بلوڅو بیلتونپالو د بلوچستان زهري ښارګوټی نیولی او دولتي ودانۍ يې سوځولي دي

په بلوچستان کې چارواکي وايي، لسګونه بلوڅ وسله وال د خضدار ولسوالۍ زهري ښارګوټي ته ننوتي او دولتي ودانیو ته يې زیانونه اړولي دي.

د خضدار بلوچ میشتې سیمې د پولیسو مرستیال سهیل خالد د ازادي راډیو مشال برخې ته ویلي، "وسله وال پرون چهارشنبې زهري ښارګوټي ته ننول او د پولېسو د ماموریت سربیره يې یو شمیر دولتي ودانیو ته زیان ورسوه".

په سیمه کې عیني شاهدانو مشال راډیو ته ویلي، وسله والو په سیمه کې د زده کړې او روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي له کبله پر حکومت نیوکې کولې.

پولیسو ویلي، دغه وسله وال يې له سیمې د یو شمیر عملیاتو په لړ کې ویستي دي.

بل پلو، بلوڅ بیلتونپالې وسله والې ډلې پرون رسینو ته په یوه استولي بیان کې ادعا کړې، چې د زهري ښارګوټي بشپړ کنټرول يې ترلاسه کړی او د پولیسو ماموریتونه يې سوځولي دی.

خپلواکو سرچینو د بلوڅو بیلتوبپالو دغه ادعاوې تایید کړي نه دي.

له دې وړاندې دغې وسله والې ډلې د بلوچستان په ځینو ښارونو کې پر دولتي ودانیو او د پولېسو پر ماموریتونو د شپې له خوا بریدونه کړي، خو دا لومړی ځل دی چې په دومره لوی شمیر بلوڅ وسله وال یو ښار ته ننوځي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG