د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۷

د اوکرایین په چارو کې د ټرمپ استازی: هیله مند یو چې په سلو ورځو کې د اوکرایین جګړه پای ته ورسوو


د امریکا د منتخب ولسمشر له خوا د اوکرایین او روسیې په چارو کې ځانګړی استازی متقاعد جنرال کیت کیلوګ
د امریکا د منتخب ولسمشر له خوا د اوکرایین او روسیې په چارو کې ځانګړی استازی متقاعد جنرال کیت کیلوګ

د اوکرایین په چارو کې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی وايي، په هغو حل لارو کې چې پر بنسټ يې د ا وکرایین د جګړې د پای ته رسیدو هڅې کیږي، د دې هېواد ګټې په پام کې نیول کیږي. کیت کیلوګ ویلي، دغه حل لارې به عادلانه وي.

امریکايي متقاعد جنرال کیت کیلوګ چې د امریکا د منتخب ولسمشر دونالډ ټرمپ له خوا د اوکرایین په چارو کې د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی وايي، "خلک باید پوه شي، چې ټرمپ نه غواړي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او روسانو ته څه ورکړي".

د ټرمپ ځانګړي استازي دا خبرې پرون چهارشنبې د (جنوري په ۸مه) فاکس نیوز سره په مرکه کې کړي او ویلي دي، "ټرمپ هڅه کوي اوکرایین وژغوري او د دې هیواد حاکمیت وساتي".

د امریکا منتخب ولسمشر دونالډ ټرمپ په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې ویلي وو، که واک يې ترلاسه کړ په ۲۴ ساعتونو کې به د اوکرایین جګړه پای ته ورسوي، خو په وروستیو کې يې هیله مندي ښودلي چې دا جګړه په شپږو میاشتو کې پای ته رسوي.

خو کیلوګ په خپلو خبرو کې ویلي، تمه يې دا ده چې د جنوري له شلمې وروسته په سلو ورځو کې دا جګړه پای ته ورسېږي.

د جنوري په شلمه د امریکا منتخب ولسمشر دونالډ ټرمپ د لوړې مراسم تر سره کوي او د دویم ځل لپاره سپینې ماڼې ته ستنېږي.

د ټرمپ او پوتین ترمنځ د خبرو اترو لپاره لار هواره شوې ده او د د جګړې د پای رسولو لپاره به امریکا شرایط ټاکي
د اوکرایین په چارو کې د امریکا د منتخب ولسمشر ځانګړی استازی

که څه هم په دې مرکه کې کیلوګ د اوکرایین د جګړې د پای ته رسولو د کړنلارې جزیات په ډاګه نه کړل، خو دا خبره يې وکړه چې ټرمپ به ډیر ژر په دې اړه خپله خبري وکړي.

هغه وویل، "د ټرمپ او پوتین ترمنځ د خبرو اترو لپاره لار هواره شوې ده".

کیلوګ وړاندې وویل، "د جګړې د پای رسولو لپاره به امریکا شرایط ټاکي".

د کیلوګ په خبره، منتخب ولسمشر ټرمپ به له پوتین سره تر خبرو اترو وروسته د اوکرایین له ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي سره هم وګوري او د هغه په بارو په لنډه موده کې به توافق ته ورسیږي.

په مرکه کې وړاندې د اوکرایین په چارو کې د امریکا د منتخب ولسمشر ځانګړي استازي د بایډن پر ادارې نیوکه کړې چې په تیرو څه باندې دوو کلونو کې يې د روسیې له ولسمشر سره د اوکرایین د جګړې په اړه خبرې اترې نه دي کړي، خو د هغه په خبره، د ټرمپ اداره له خپلو دوستانو او دښمنانو سره یو ډول چلند کوي، او ډیر ژر به دا خبرې اترې پیل شي.

د کیلوګ په باور، ټرمپ په دې پوهیږي چې د جګړې د پای رسولو لپاره باید له خلکو سره خبرې وشي، او دا هغه څه دي چې ترسره به شي.

XS
SM
MD
LG