د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۴۹

ویسا: د بایو مټریک پرته کارول شوې رأیې د اعتماد وړ نه‎دي

د کابل ورځپاڼو نن تر ډېره د انتخاباتو او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیونونو ترمنځ پر موجوده اختلافاتو بحثونه کړي دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون پر دې پرېکړې بحث کړی چې ویلي یې دي، د بایو مټریک پرته کارول شوې رأیې باطلې او د اعتماد وړ نه‎دي.

خو ورځپاڼې په‎دې اړه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غبرګون راخیستی چې ویلي یې دي، د رأیو د باطلولو په اړه د شکایتونو د کمېسیون پرېکړه د قانون خلاف او د دوی په چارو کې مداخله ده.

ورځپاڼې وړاندې د انتخاباتو او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیونونو ترمنځ د موجوده اختلافاتو په اړه د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ غبرګون راخیستی او ویلي یې دي چې دا اختلافات به د ولسي جرګې د انتخاباتو د پایلو اعلان له ځنډ سره مخامخ کړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ دا اندېښنه راخیستې چې د دواړو کمېسیونونو ترمنځ رامنځته شوی ټکر به نه‌یوازې د ولسي جرګې د انتخاباتو د نتایجو اعلان له ځنډ سره مخ کړي، بلکې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ځنډ سبب به هم شي.

ورځپاڼه د دغه بنسټ په حواله وړاندې لیکي چې د انتخاباتو او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیونونو ترمنځ اختلافاتو، درغلیو او سرغړونو ته لار هواره کړې ده.

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې بیا دواړو کمېسیونونو ته سپارښتنه کړې چې په بشپړې همغږۍ سره د انتخاباتو پاتې پړاوونه بشپړ کړي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې بیا د ځینو څارونکو ادارو دا اندېښنه راخیستې چې ممکن د ولسي جرګې د انتخاباتو پایلې د سیاسي معاملې ښکار شي.

ورځپاڼه لیکي چې د رڼو انتخاباتو د بنسټ یا ټیفا مشر په حکومت کې دننه ځینې کړۍ په ګوته کوي چې د یوې معاملې په هڅه کې دي چې له مخې به‌یې د انتخاباتو پایلې د خلکو د رأیو پر بنسټ نه، بلکې د سیاسي معاملې پر بنسټ اعلان شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې نعیم ایوب‌زاده له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې چې د دغې معاملې مخه دې ونیسي.

  • هېواد

خو هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي دي چې یو شمېر مغرضې کړۍ هڅه کوي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د خلکو ذهنیت خراب کړي او بالاخره د دغو انتخاباتو د باطلولو زمینه برابره کړي چې د ورځپاڼې په وینا په هېڅ صورت د منلو وړ نه‎ده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې دښمن هڅه وکړه چې په ګواښونو سره د ولسي جرګې د انتخاباتو مخه ونیسي، خو کله چې خلکو د ګواښونو سره سره په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړ، نو اوس‌یې د ځینو مغرضو کړیو په وسیله هڅې پیل کړي چې انتخابات باطل اعلان شي.

ورځپاڼه لیکي چې په انتخاباتو کې د ستونزو په اړه د شکایتونو کمېسیون موجود دی او که څوک کومه ستونزه لري، نو کولای شي چې د شکایتونو کمېسیون ته‌یې وړاندې کړي، څو ستونزه‌یې حل کړي له دې پرته چا ته دا حق نه‌ورکول کېږي چې انتخابات دې باطل اعلان کړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG