د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

دنیا: غني کوم کارونه پیل کړي چې د بشپړولو لپاره یې بیا ځان کاندیدوي؟


کابل چاپ ورځپاڼې په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د افغانستان د جمهوري ریاست د راروانو انتخاباتو او اړوندو موضوعاتو ته تم شوې دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپانې د خپلې نننۍ ګڼې د لومړي مخ د سر په مطلب کې لیکلي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو مهالوېش به ډېر ژر اعلان شي.

په مطلب کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د عملیاتي مرستیالې وسیمې بادغیسي په حواله راغلي، کمېسیون په پام کې لري چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د حمل د میاشتې په ۳۱ مه ترسره کړي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې اغلې بادغیسي ویلي، کمېسیون په دې اړه چې د ولایتي شوراګانو انتخابات هم د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره یو ځای ترسره شي که نه، کار کوي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي چې غني کوم کارونه پیل کړي چې د بشپړولو لپاره یې بیا ځان کاندیدوي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د جمعې په ورځ ارګ اعلان وکړ چې ولسمشر غني د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره کاندید دی.

ورځپاڼې د ولسمشر د یو سلاکار فضل محمود فضلي په حواله لیکلي چې ولسمشر غني د خپلو نیمګړو کارونو د بشپړولو لپاره یو وار بیا ځان کاندیدوي.

نوموړي دا هم ویلي چې د ولسمشر غني مرستیالان مشخص شوي، خو په دې اړه یې جزیات نه دي ورکړي.

سر مقاله لیکونکي ادعا کړې چې د غني له خوا د اکثرو پرانیستل شويو پروژو بنسټ د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال ايښودل شوی او چارې یې هم تر ډېره همغه وخت پیل شوې وې.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یوه مطلب کې لیکلي، د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته د ولسمشر غني د کاندیداتورۍ خبره په داسې حال کېږي چې د نوموړي یو شمېر سیاسي مخالفان هم هڅه کوي چې پر یوه کاندید سره سلا شي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د شمال پخوانۍ ټلواله چې اوس بې د افغانستان د ستر ملي اېتلاف په نوم ټلواله رامنځته کړې ده، له یوې مودې راهیسې سلا مشورې کوي چې ولسمشرۍ ته پر کاندید موافقه وکړي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې پخواني جهادي مشر اسماعیل خان یو ځل بیا له ولسمشریزو انتخاباتو مخکې د موقتې ادارې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

په مطلب کې راغلي چې اسماعیل خان ویلي، د سولې د خبرو د بریالی کېدو، په ولسمشریزو انتخاباتو کې د شفافیت د رامنځته کېدو او له دولتي امکاناتو د حکومت اوسنیو مسؤلانو د نه استفادې لپاره ښه لاره تر انتخاباتو مخکې د موقت حکومت رامنځته کول دي.

XS
SM
MD
LG