د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۰

د انتخاباتو کمېسیون: مرکزي ډیټابیس ته د بایومټریک اطلاعاتو د انتقال پروسه پیل شوه


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دغه کمېسیون کې د سرور یا ډیټابيس سېستم مرکز پرانیست او دغه مرکز ته یې د بایومټریک اطلاعاتو د انتقال پروسه پیل کړه.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي چې سرور یا ډیټابيس ته د بایومټریک اطلاعاتو د انتقال بهیر نن یکشنبه د دغه کمېسیون په مرکز کې د ملي او نړیوالو څارونکو بنسټونو په حضور کې رسماً پیل شو.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته ووېل، دا کار د شفافیت د تامین او په ځانګړي ډول د رأیو له تکراره د مخنیوي په هدف شوی دی.

دی وایي:

"نن د انتخاباتو په کمېسیون کې د سرور سېستم پرانیستل شو او د سرور سېستم دنده دا ده چې ټول هغه مواد چې د بایومټریک په سېستم کې دي، کابل ته را انتقالېږي او بیا له سرور سېستم سره وصلېږي، تر څو ټول مواد په انلاین ډول سرور سېستم ته انتقال شي."

ښاغلي سادات ووېل، تر دې مهاله له درویشتو ولایتونو د بایومټریک د سېستم مواد کابل ته را انتقال شوي دي او د لسو نورو ولایتونو مواد به راروانو ورځو کې را انتقال شي او هڅه کېږي چې د انتخاباتو د لومړنیو پایلو تر اعلان پورې به دا پروسه بشپړه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې د انتخاباتو د لومړنیو پایلو په اعلان کې د ځنډ خبره وکړه.

د دې کمېسیون مسؤلین وايي چې د دوه دېرشو ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو پایلې به د عقرب په دوهمه او د کابل به بیا د همدې میاشتې په لسمه نېټه اعلان شي.

د انتخاباتو له مهالوېش سره سم د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې باید د عقرب د میاشتې په نولسمه اعلان شي، خو د انتخاباتو کمېسیون دا موده څو نورو ورځو ته هم وغځوله.

خو پر انتخاباتو د څار بنسټونه بیا د انتخاباتو د کمېسیون پر کړنو انتقاد کوي او وايي چې دا تګلارې نشي کولای چې پاکې رأیې له تقلبي رأیو جلا کړي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ یا ټیفا مشر محمد نعیم ایوب زاده وویل:

محمد نعیم ایوب‌زاده
محمد نعیم ایوب‌زاده

"له بده مرغه، د سېستم اساس خراب دی، کله چې اساس خراب وي، دا شان نمایشې کارونه نه شي کولای چې د تورو او سپينو رأیو په جلاوالي کې مرسته وکړي، د دوی د دې کار څارنه اسانه نه ده، څه ضمانت شته چې نورو کسانو دې په دې سېستم کې خپلې ګوتې نه وي لګولي، وروسته له دې چې له محلونو مراکزو ته مواد انتقال شوي وي، څه ضمانت شته چې چا پرې ګوتې نه دي لګولي او تذکرې او سټيکرونه یې جعلي نه دي."

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۷ د ولسي جرګې انتخابات د بایومټریک سېستم په کارونې سره چې د ګوندونو غوښته وه، ترسره کړل.

خو انتقادونه موجود دي چې د انتخاباتو په ورځو کې په ځینو مرکزونو کې د بایومټریک سېستم کار نه کاوه او ستونزې یې جوړې کړې وې.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ یا ټیفا مشر محمد نعیم ایوب زاده وایي، د انتخاباتو کمېسیون دې له خپلو همکارانو او شریکانو سره په سلا مشورو د رأیو په شمېرولو کې په یو سم میکانیزم کار وکړي، ځکه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یوازې د بایومټریک د سېستم له لارې نتیجې ته نشي رسېدلای او ستونزې به موجودې وي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG