د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

سعودي د خاشقجي په اړه د هر ډول سزايي ګواښونو په وړاندې خبرداری ورکړی


جمال خاشقجي
جمال خاشقجي

سعودي عربستان خبرداری ورکړی د هر هغه بندیز ځواب به ورکړي چې د جمال خاشقجي د تري تم کېدو د قضیې په خاطر په دغه هېواد لګېږي.

که له یوې خوا د سعودي الاصله خبریال جمال خاشقجي د تري تم کېدو په خاطر پر سعودي عربستان د امریکا او اروپايي ملګرو له‎خوا یې فشارونه زیاتېږي دغه هېواد د هر ډول سزايي ګواښونو په وړاندې خبرداری ورکړی دی.

خاشقجي چې په امریکا کې اوسېده له واشنګټن پوسټ سره یې کار کاوه، خو د اکتوبر له دوهمې چې کله په استانبول کې د سعودي عربستان کنسولګرۍ ته ننوت تری تم دی.

دی له خپلې ترکۍ کوژدنې حدیث چنګیز سره د واده د اسنادو د جوړولو لپاره په استانبول کې د سعودي عربستان کنسولګرۍ ته ورغلی و.

ټرمپ: که معلومه شي چې عربستان د خاشقجي پع قضیه کې لاس ولري کلکه سزا به وویني.
ټرمپ: که معلومه شي چې عربستان د خاشقجي پع قضیه کې لاس ولري کلکه سزا به وویني.

ترکیه په‎دې باور ده چې خاشقجي د سعودي د اجنټانو له‎خوا په کنسولګرۍ کې وژل شوی او مړی یې وړی دی.

سعودي عربستان دا تور ردوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که معلومه شي عربستان په‎دې قضیه کې لاس ولري کلکه سزا به وویني.

خو ټرمپ دا هم ویلي چې که واشنګټن پر سعودي د وسلو پلور بند کړي، خپل ځان به هم جزايي کړي.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس پرون د دغه هېواد د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله لیکلي چې ریاض سیاسي او اقتصادي ګواښونه او هر ډول تورونه ردوي.

د دغه مقام نوم نه‎دی اخېستل شوی، خو زیاته کړې یې ده چې د سعودي اقتصاد نړیوال اقتصاد ته مهمه دی او : "سعودي ټینګار کوي چې د هر اقدام ځواب به په لا قوي اقدام سره ورکړي."

په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفارت هم پرون په یوه ټویټ کې د هغه پیغام په چوکاټ کې چې په خپله یې یو وضاحت بللی لیکلي چې د امریکا او ځینو نورو هېوادونو دې کور ودان وي چې له دې پېښې سره یې عجولانه چلند نه‎دی کړی.

د نړۍ او اروپا لویو قدرتونو بریتانیا، فرانسې او جرمني بیا پرون په ګډه یوه بیان خپور کړ او ویې ویل چې د جمال خاشقجي د تري تم کېدو له قضیې سره جدي چلند کوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ په یوه ویډیويي بیان کې ویلي چې سعودي باید د دې قضیې په اړه همکاري وکړي.

نوموړی زیاتوي:

"نه غواړم فرضیې ووایم ځکه تر اوسه په رښتیا نه پوهېږو. خو موږ سپینه کړې چې که دا خبرې رښتیا وي په واقعیت سره چې ډېرې ویروونکې به وي او موږ به بیا په‎دې اړه د یوه مناسب غبرګون د ښودلو لپاره فکر وکړو."

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ

جرمي هنټ او تر هغې مخکې بریتانیا، جرمني او فرانسې په ګډه اعلامیه کې یادونه کړې، باید کلکې څېړنې وشي څو معلومه شي چې له خاشقجي سره څه شوي او که تورونه رښتیا وي د قضیې عاملین باید سزا وویني.

دغو اروپايي قدرتونو همدا راز ویلي چې له سعودي تمه لري څو په‎دې برخه کې موجوده پوښتنې په جزئیاتو ځواب کړي.

صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG