د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

ترکیه وايي په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګري تلاشي کوي


په ترکیه کې د سعودي قونسلګري
په ترکیه کې د سعودي قونسلګري

د ترکیې حکومت ویلي چې په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګري به تلاشي کړي.

د سعودي عربستان د حکومت پر سیاستونو کلک منتقد ژورنالېست، جمال خاشقچي له یوې اوونۍ راهیسې لادرکه دی.

هغه غوښتل چې واده وکړي او د اکټوبر په ۲مه، له خپلې کوژدنې سره یوځای په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته په ضروري اسنادو پسې تللی و.

د هغه کوژدنې چې د قونسلګرۍ د ودانۍ مخکې ورته منتظره وه، خبري رسنیو ته ویلي چې خاشقجي قونسلګرۍ ته ننووت او له هغې ګړۍ ورک دی.

په ترکیه کې یو شمېر سرچینو روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې جمال خاشقجي به ښايي په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې وژل شوی وي.

خلک د جمال خاشقجي د تري تم کېدو د عتراض پر مهال
خلک د جمال خاشقجي د تري تم کېدو د عتراض پر مهال

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ وویل چې د خاشقجي د لادرکۍ او ممکن قتل په اړه د څارنوالانو د تحقیق پایلې ته منتظر دی.

اردوغان وویل، سعودي عربستان باید ثابته کړي چې خاشقجي د اکټوبر په ۲مه د قونسلګرۍ له ودانۍ بېرته وتلی دی.

د دې تر څنګ، د بریتانیا حکومت سعودي عربستان ته خبرداری ورکړی چې د دواړو دوستانه روابط پر ګډو ارزښتونو ولاړ دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر، جیرمي هنټ پر ټویتر لیکلي چې په لندن کې یې د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي او د جمال خاشقجي د لادرکۍ په اړه‌یې د توضیحاتو غوښتنه ورڅخه کړې ده.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر په ټوله نړۍ کې د ژورنالېستانو پر ضد د تشدد زیاتېدو ته اشاره کړې او د بیان ازادۍ ته‌يې ګواښ بللی دی.

جیرمي هنټ لیکلي، موږ د دې پېښې په اړه جدي یو.

د سپینې ماڼۍ ویانده هدر ناوئرت
د سپینې ماڼۍ ویانده هدر ناوئرت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناوئرت پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې موږ قضاوت نه‌کوو او نه‌یو خبر چې څه پېښ شوي، نه‌پوهېږو چې هغه مړ دی یا ژوندی؟

سعودي چارواکو د جمال خاشقجي د قتل یا اختطاف ادعا رد کړې او بې‌اساسه یې بللې ده.

خو د ترکیې یوه امنیتي چارواکي، روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د اکټوبر په ۲مه، د خاشقجي د لادرکۍ په ورځ ۱۵ سعودي وګړي په استانبول کې د هغه هېواد سفارت ته ورغلي وو.

دې امنیتي چارواکي ویلي چې په هغو کسانو کې د سعودي عربستان یو شمېر چارواکي هم و چې په دوو ځانګړو الوتکو کې استانبول ته ورغلي و، قونسلګرۍ ته ورغلي و او بیا له ترکیې وتلي دي.

XS
SM
MD
LG