د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

اردوغان: د سعودي د یوه خبریال د وژنې په تړاو جدي څېړنې روانې دي


د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وايي، په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د یوه سعودي خبریال د مرموزې وژنې په اړه د څارنوالانو وروستي راپور ته په تمه دی.

پرون یکشنبه نیویارک ټایمز او روېټرز ته ترکي سرچینو راپور ورکړی چې جمال خاشُقجي د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې وژل شوی دی.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان ویلي چې څېړنې روانې دي او جزئیات به ټولې نړۍ ته واضح کړای شي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان

نوموړي زیاته کړه:

"د ترکیې د جمهور رئیس په توګه دا موضوع زه شخصاً تعقیبوم او نتایج به‌یې ټولې نړۍ ته وړاندې کړم. هر څه قونسلګرۍ ته د تګ راتګ په شمول څېړل کېږي. همداراز به له هوايي میدانونو ټول پروازونه او ناستې هم وڅېړل شي."

د ترکیې د ولسمشر یوه سلاکار ياسين اقتاى پرون ویلي چې په اغلب ګومان د سعودي عربستان يوه ١٥ کسيزه ډله په‎دې قضيه کې لاس لري.

یوه بل ترکي چارواکي چې نوم‌یې نه‎دی اخیستی ویلي چې جمال خاشُقجي ښايي هغې ډلې چې سعودي ورته ګمارلې وه وژلی وي.

جمال خاشُقجي چې پخوا په سعودي کې د یوې ورځپاڼې اېډېټر و تېر کال خپل هېواد پرېښود او ویې‌ویل له هغه غچ وېرېږي چې ښايي د ریاض په پالېسیو د ده د انتقادونو په خاطر ورته متوجې وي.

جمال خاشقجي

خاشُقجي د اکټوبر په دوهمه د خپل واده لپاره د یوه سند په خاطر په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته ورغلی و.

کوژدنه‌یې چې ورسره د قونسلګرۍ تر دروازې ورغلې وه څو ساعته له ودانۍ دباندې ناسته وه او خبریالانو ته‌یې ویلي و چې کوژدن‌یې بېرته رانه‎غی.

په استانبول کې د سعودي عربستان د قونسلګرۍ یوه چارواکي چې نوم‌یې نه‎دی ښودلی د جمال خاشُقجي د قضیې په تړاو تورونه بې‌ځایه بللي او د شهزاده محمد بن سلمان له قوله‌یې ویلي:

"موږ هېڅ شی د پټولو لپاره نه‎لرو."

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون یکشنبه ویلي چې په انقره کې یې د سعودي سفیر احضار کړی او د سعودي خبریال جمال خاشُقجي د لادرکه کېدو په اړه‌یې سپیناوی ترې غوښتی.

په استانبول کې د سعودي د حکومت د منتقد خبریال د وژنې قضیه داسې وخت بحث پارونې شوې چې تر دې مخکې هم د ریاض او انقرې اړیکې چندانې ښې نه‎دي بلل شوي.

راپور: صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG