خبرونه
د ترکيې يو چارواکى: د سعودي خبريال په قونسلګرۍ کې وژل شوى
د ترکيې د ولسمشر يو سلاکار وايي په دې باور دى چې د سعودي عربستان يو پېژندل شوى ژورناليست چې له شپږو ورځو راهيسې ورک دى، په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې وژل شوى دى.
ياسين اقتاى رويټرز خبري اژانس ته وويل، ترکي چارواکي په دې باور دي، چې په اغلب ګومان د سعودي عربستان يوه ١٥ کسيزه ډله په دې قضيه کې لاس لري.
تر دې مخکې د ترکيې ځينو سرچينو ويلي وو، فکر کوي جمال خاشُقجي، چې د سعودي د وليعد شهزاده بن سلمان له منتقدانو و، ښايي په قونسلګرۍ کې وژل شوى وي.
يوه چارواکي چې نوم يې نه دى اخيستل شوى ويلي، دغه خبريال د سعودي عربستان د هغې ډلې له خوا وژل شوى، چې په مشخص ډول د وژنې لپاره لېږل شوې وه.
خو په استانبول کې د سعودي عربستان د قونسلګرۍ يوه چارواکي دغه تورونه بې اساسه وبلل او ويې ويل، د خاشقجي د ورک کېدو د څېړنې لپاره د سعودي يو امنيتي هيئت استانبول ته ورغلى دى.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کرکټ نړیوالې شورا د اتلانو جام مهالوېش اعلان کړ
د کرکټ نړیوالې شورا پرون سې شنبې د اتلانو جام یا چمپینز ټرافي مهالوېش اعلان کړ.
افغانستان په لومړي ځل په دې سیالیو کې ګډون کوي او په B ګروپ کې به له جنوبي افریقا، انګلستان او اسټرالیا سره سیالۍ وکړي. د مهالوېش له مخې به د افغانستان لومړۍ سیالي د فبرورۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه په کراچۍ ښار کې له جنوبي افریقا سره وي. په پام کې وه چې دا ځل د اتلانو جام ټولې سیالۍ په پاکستان کې ترسره شي، خو دې ته په پام چې هندي لوبډله دې هیواد ته نشي ورتلی، متحده امارات به د هند د ټولو سیالیو کوربتوب کوي.
د کرکټ د نړیوالې شورا د مهالویش له مخې دغه جام به د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پاکستان او نیوزیلنډ د لوبډلو ترمنځ په سیالۍ سره پیل شي او پایلوبه به یې د مارچ په ۹مه نېټه د لاهور په ښار کې وي. د افغانستان دوهمه لوبه له انګلستان سره ده چې د فبرورۍ په ۲۶ نیټه به په همدې لاښورښارکې ترسره شي.
د افغانستان د فوټبال په غوره لیګ سیالیو کې نن دوې لوبې کیږي
د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالیو په ترڅ کې چې هرات یې کوربه دی، نن چهارشنبې دوه لوبې کیږي.
لومړۍ لوبه د فاریاب د سرسبزیاشلر او د کابل استقلال ټیمونو ترمنځ ده او په دوهمه لوبه کې به د فراه د ابومسلم او عدالت لوبډلې د سیالۍ ډګرته ووځي. پرون سې شنبې دوه لوبې وشوې. د ساحل څپو دوه د صفر په وړاندې د خراسان ټیم ته ماتې ورکړه او په دوهمه لوبه کې اټک انرژي له جوانان پیروزي څخه څلور د صفر په وړاندې لوبه وګټله.
د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د اتلولۍ سیالي د دولسو لوبډلو په ګډون د لیندۍ له دولسمې څخه په هرات کې پیل شوي او یوه میاشت به دوام کوي.
د پاکستان له زندانونو ۵۳ آزاد شوي افغانان بیرته افغانستان ته ستانه شول
د پاکستان له زندانونو ۵۳ آزاد شوي افغان بندیان بیرته افغانستان ته ستانه شول.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت پرون سې شنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې ولیکل چې دغه ۵۳ بندیان چې پکې د یوې کورنۍ اته غړي هم شامل او په دې وروستیو کې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي و، د سپن بولدک له لارې بیرته افغانستان ته ستانه شول.
د تیرکال د نومبرله میاشتې راهیسې چې پاکستان له خپلې خاورې د بې اسناده افغان کډوالو د په زوره ایستلو بهیر پیل کړی، په دې هیواد کې په زرګونو کسان د پولیسو له خوا نیول شوي دي. د ملګروملتونو د کډوالو لویې کمیشنیرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان په دې وروستیو کې په یوه ګډ راپورکې وویل چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو بهیربیا ګړندۍ شوی دی.
پاکستاني جټ الوتکو په افغانستان کې دننه بریدونه کړي دي
د راپورونو له مخې پاکستانۍ جټ الوتکو په افغانستان کې دننه د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي پرمشکوکو پټنځایونو بریدونه کړي دي. ویل شوي چې دغه بریدونه د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د دې ډلې د وسله والو پرپټن ځایونو شوي دي.
تراوسه پورې د پاکستان د حکومت او د طالبانو د حکومت چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې ندي کړي خو د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سې شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې ویلي چې که په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د درنوهوایي بریدونه لومړني راپورونه سم وي نو ښایي طالبان یې ځواب ورکړي. هغه ویلي چې د جګړې پرځای دواړه هیوادونه یوې داسې موافقې ته اړتیا لري چې دا مسله واضح کړي چې هیڅ یوبه اجازه نه ورکوي چې افراد یا ډلې یې له خاورې د بل د امنیت ګواښلو لپاره کارواخلي او پرهغې ودریږي.
ښاغلي خلیلزا همدارنګه ویلي چې د پاکستان استازی په کابل کې دی اوآیا جنرال منیربه هغه ته اجازه ورکړي چې دا خبرې اترې پیل کړي؟ د ښاغلي خلیلزاد اشاره د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ته ده چې کابل ته په سفرکې یې د سې شنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د کورنیو او بهرنیو چارو له سرپرست وزیرانو سره لیدنې کتنې ترسره کړې. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې ولیکل چې د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د صادق خان ترمنځ کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي او د موجودو ستونزو د حل لپاره پرمهمو موضوعاتو خبرې وکړې او ښاغلي حقاني غوښتنه وکړه چې د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره دې ګډې هڅې چټکې شي. پاکستاني چارواکو په کراتو کراتو ادعا کړې چې د تحریک طالبان ډلې وسله وال د افغانستان له خاورې پرپاکستان د بریدونو لپاره کاراخلي، هغه ادعا چې افغان طالبانو تل ردکړې ده.
د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې د پولیو د واکسین د کمپاین نن دریمه ورځ ده
د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو د واکسین د کمپاین نن دریمه ورځ ده.
له پولیو د یوه خلاص افغانستان بنسټ پرون سې شنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټرکې له ټولو بسپه ورکونکو او شریکانو مننه کړې چې د پولیو د یومخ له منځه وړلو لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
د دې بنسټ په خبره د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ ضد د واکسین د دغه کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا ۴،۸ ملیونه ماشومان واکسین شي. دې بنسټ له خلکو غوښتي چې خپل د نویو زیږیدلو ماشومانو په ګډون ټول ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین کړي. د پولیودغه کمپاین د دوشنبې له ورځې د افغانستان په یولسو ولایتونو کې پیل شوی چې سبا پنجشنه یې وروستۍ ورځ ده.
دغه کمپاین داسې مهال پیل شوی چې روان ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر۲۳ ته رسیدلی. ګوزڼ یا پولیو یوه ناعلاجه ناروغي ده چې یوازې واکسین کولای شي چې ماشومان پردې ناروغۍ له اخته کیدو وژغوري.
به خصوصي ښوونځيو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز
د طالبانو د هرات ولایت د ښوونې ریاست ته منسوب په یوه مکتوب کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپورشوی، دې ریاست
د طالبانو د مشرملا هبت الله اخوندزاده فرمان ته په اشاره لیکلي چې په خصوصي ښوونځیو او د زده کړو په نورو مرکزونو کې نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو څخه منع دي. ازادي راډیو نشي کولای چې د دغه مکتوب کره والی تایید کړي.
د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې چې طالبان بیا پرافغانستان واکمنان شوي، پرنجونو او ښځو یې سخت محدودیتونه لګولي دي. لومړی یې نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو څخه منعه کړې او وروسته یې پرنجونو او ښځو د پوهنتونو دروازې هم وتړلې. دغه راز پرښځو د نورو بندیزونو ترڅنګ په غیردولتي نړیوالو موسسو کې د هغوی پرکارد لګول شوي بندیز پرون سې شنبې دوه کاله پوره شول.
د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت: یو شمېر روسۍ کمپنۍ د اوبو او انرژۍ په برخه کې پانګونې ته لېواله دي
د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزات وایي، د روسیې د یوشمیرکمپنیو مسولینو له افغان کمپنیو سره په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ په پروژو کې له پانګونې سره لیوالتیا ښودلې.
دې وزارت پرون سې شنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور د روسیې د میتاخیم شرکت له ریس پیوتر الکساندرویچ او د سولې د شرکت له ریس نجیب الله صادق د اوبو اوانرژۍ د یوشمیرپروژو په اړه خبرې وکړې.
دې وزارت ویلي چې دغو شرکتونو ته وړاندیز وشو چې د کابل په للندرسیمه کې د شاه توت بند او د پنجشیرله سیند څخه کابل ته د اوبو د لیږدولو په پروژوکې پانګونه وکړي. د کابل ښارد اوسیدونکو د اوبو د ستونزې د هواري لپاره له څولسیزو راهیسې د پنجشیرله سیند څخه دې ښارته د اوبو د رسولو پرپروژې خبرې کیږي خو په دې برخه کې تراوسه پوري عملي اقدامات ندي شوي.
د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د هند کونسلګرۍ د محلي کارکوونکو پر موټر برید شوی دی
د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د هند کونسلګرۍ د محلي کارکوونکو پر موټر برید شوی دی.
یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې پیښه کې یو تن وژل شوی او یو بل ژوبل دی.
اینډیا ټوډې ټلویزیون د ځایي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دغې پیښه کې یو تن وژل شوی دی.
تر اوسه د برید څرنګوالی معلوم نه دی، خو ټولنیزو رسنیو کې له یوشمېر ناتایید شویو انځورونو داسې ښکاري چې دا یوه چاودنه وه.
تراوسه د طالبانو د حکومت رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ۲۰۲۰م کال راهیسي په جلال اباد کې د امنیتي دلایلو له کبله د دې کونسلګرۍ چارې تر ډېره محدودې شوې وې.
کرن ډیکر: د ښځو څنډې ته کول د افغانستان ناورین نور هم ژوروي
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر په افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیز د دوه کلنۍ په مناسبت وایي، دغه بندیز د ګڼ شمېر کسانو ژوند اغیزمن کړی دی.
میرمن ډیکر د سه شنبې په ورځ ( د مرغومي ۴مه) پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر په بشري چارو کې د ښځو ونډه اړینه وبلله او زیاته یې کړه چې د هغوی څنډې ته کول، د افغانستان ناورین نورهم ژوروي.
هغې له افغان میرمنو د امریکا د ملاتړ د څرګندولو ترڅنګ ویلي، د ښځو له حضور پرته افغانستان یوه باثباته او نیمکرغه راتلونکې نه شي درلودلی.
طالبانو دوه کاله وړاندې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴مه ښځې په نړیوالو موسسو کې له کار کولو منع کړې.
د نړيوالې ټولنې له غوښتنو سره سره دغه بندیز لا په خپل ځای دی.
په ترکیه کې یوې چاودنې ۱۲ کسان وژلي دي
لږترلږه ۱۲ کسان نن په ترکیه کې د یوې چاودنې په نتیجه کې ووژل شول.
د ترکیې د دولتي خبري آژانس انادولو د راپور له مخې دا چاودنه د ترکیې په شمال لویدیځ کې د بالیکسیر ولایت د مهماتو جوړولو په یوه کارخونه کې شوې ده چې پنځه نور کسان هم پکې ټپیان شوي دي.
د بالیکسیر والي اسماعیل اسوستااوغلو ویلي دي چې د چاودنې په نتیجه کې د فابریکې ودانۍ ویجاړه شوې او شاوخوا ودانیو ته هم لږ زیان اوښتی دی.
چارواکو ویلي دي چې د پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.