د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

امریکا له سعودي غوښتي چې د تري تم شوي خبریال په اړه شفافې څېړنې وکړي


تري تم شوی ژورنالیست جمال خاشقجي
تري تم شوی ژورنالیست جمال خاشقجي

امریکا له سعودي عربستانه وغوښتل چې د دې هېواد د تري تم شوي خبریال په اړه رښتینې او شفافه څېړنه وکړي.

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سعودي عربستان د خبریال او د سعودي پر واکمن رژیم د منتقد جمال خاشقجي د تري تم کېدو په اړه اندېښنه ښکاره کړه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له سعودي عربستان څخه چې په سیمه کې د متحده ایالاتو نږدې متحد دی، وغوښتل چې په دې اړه دې رښتنیې او شفافه څېړنې وکړي.

خاشقجي چې د متحده ایالاتو هستوګن او له واشنګټن پوست ورځپاڼې سره‌یې همکاري کوله، د سعودي د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په اړه‌یې انتقادي مطالب خپرول.

تري تم شوی ژونالېست جمال خاشقجي
تري تم شوی ژونالېست جمال خاشقجي

هغه له خپلې ترکۍ ملګرې سره د واده کولو په نیت د ځینو اسنادو د اخیستو لپاره د اکټوبر پر دوهمه نېټه په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته تللی و چې له هغې راهیسۍ یې مړی او ژوندی نه‌دی لیدل شوی.

د ترکیې چارواکو ادعا کړې چې خاشقجي د قونسلګرۍ د ودانۍ دننه وژل شوی، خو ریاض دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې هغه له ودانۍ وتلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې د سعودي عربستان له حکومته غواړي چې د خاشقجي د تري تم کېدو د قضیې په اړه د شفافې څېړنې ملاتړ وکړي داسې څېړنې چې نتیجه‌یې شفافه وي.

پامپیو زیاته کړه چې د متحده ایالاتو جګپوړو د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې یې د سعودي عربستان له چارواکو سره د دغې قضیې په اړه خبرې کړې دي.

پامپیو دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې دی په دې اړه اندېښمن دی.

ټرمپ ویلي لېواله نه‌دی چې په دې اړه څه واوري او هیله‌من دی چې دا مسئله حل شي.

ټرمپ زیاته کړه په اوس وخت کې هېڅ‌څوک نه‌پوهېږي چې څه پېښ شوي، خو بد خبرونه ډېر اورېدل کېږي، زما دا نه‌خوښېږي.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې دا مسئله ښایي د ټرمپ له ادارې سره چې تر اوسه‌یې د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان له‌خوا له بشري حقونو څخه د سرغړونو پر ادعاوو سترګې پټې کړي، د سعودي د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان نږدې اړیکې چې په دې وروستیو کې یې ټینګې کړي، زیانمنې کړي.

سعودي عربستان چې د یمن د جګړې د ائتلاف مشري کوي او پر حوثي یاغیانو بمباري کوي، په نتیجه کې یې په زرګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.

ټرمپ د دې پر ځای په سیمه کې د امریکا او سعودي عربستان پر ګډو ګټو تمرکز کړی او پر ایران‌یې فشارونه زیات کړي دي.

خو د ټرمپ د ګوند دوو جمهوري غوښتونکو سناتورانو د دوشنبې په ورځ وویل چې که د خاشقجي د وژلو خبرونه رښتیا شي، نو دا به د دواړو هېوادونو پر اړیکو ډېر اغېز وکړي.

لیندسي ګراهام د ټویټر له لارې وویل، ریاض باید د دغه خبریال د تري تم کېدو د پېښې په اړه صادقانه ځوابونه ووايي او زیاته‌یې کړه، له دې سره موافق یو چې که دا رښتیا وي چې د سعودي عربستان حکومت دغه کار ترسره کړی وي، دا به د امریکا او سعودي اړیکې ډېرې خرابې کړي او ریاض به‌یې په اقتصادي او نورو برخو کې سخت تاوان وګالي.

هغه ټینګار وکړ چې د امریکا ارزښتونه د دښمنانو او هم د متحدینو په وړاندې د دې هېواد د بهرني سياست اصلي ټکي جوړوي.

د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب کارکر له خپلو هېوادونو بهر پر خبریالانو د دولتونو له‌خوا د حملو په وړاندې خبرداری ورکړ.

کارکر وویل، ده شخصاً د جمال خاشقجي د تري تم کېدو مسئله د سعودي عربستان له سفیر سره مطرح کړې او په دې اړه نورو معلوماتو ته سترګې په لاره دي، خو د هر هغه دولت پر ضد به چې په بهر کې خبریالان په نښه کوي، مناسب اقدام وکړي.

۵۹ کلن خاشقجي د یوه پېژندل شوي خبریال په توګه په سعودي عربستان کې ‌ډېر کار کړی او هم‌یې د جګپوړو چارواکو د سلاکار په توګه دنده ترسره کړې ده.

خو له کله چې ۳۳ کلن ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان تېر کال په دې هېواد کې د قدرت د مرکزي څېرې په توګه راڅرګند شو، خاشقجي پر سلطنتي نظام په ښکاره انتقادونه ته مخه کړې وه.

هغه د شهزاده سلمان پر اصلاحاتو انتقاد کړی او هغه‌یې تش په نوم بللي او نوموړی یې تورن کړی چې په سعودي عربستان کې یې د وېرې، نیونو او د عامه سپکاوي یو نوی پړاو پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG