د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر سعودي عربستان فشار راوستی چې د خپلې دې ادعا د ثابتولو لپاره چې ژورنالېست جمال خاشقجي په استانبول کې د سعودي له کنسولګرۍ ژوندی وتلی، اسناد خپاره کړي.
رجب طیب اردغان نن پنجشنبه د اکټوبر ۱۱مه، ویلي چې ریاض باید د دې مسئلې د اثبات لپاره، د کنسولګرۍ له ودانۍ د خاشقجي د وتلو عکسونه چې معمولاً په « CCTV» کمره کې ثبتېږي خپاره کړي.
سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي ۵۹ کلن او د سعودي د حکومت د سیاستونو له عمده منتقدانو و.
هغه جلاوطنه او په امریکا کې مېشت و.
جمال خاشقجي غوښتل چې واده وکړي او د اکټوبر په ۲مه، له خپلې نامزدې سره یوځای، په استانبول کې د سعودي عربستان کنسولګرۍ ته په ضروري اسنادو پسې تللی و.
له کله راهیسې چې خاشقجي د کنسولګرۍ ودانۍ ته ننوتی، چا نهدی لیدلی او دا هم نهده ثابته شوې چې هغه له کنسولګرۍ بېرته وتلی دی.
ترکي چارواکي باور څرګندوي چې جمال خاشقجي په کنسولګرۍ کې وژل شوی دی، خو د سعودي حکومت دا ادعاوې رد کړې او بې اساسه یې بللې دي.
سعودي چارواکي ادعا کوي چې جمال خاشقجي په هغه ورځ، روغ د کنسولګرۍ له ودانۍ وتلی دی.
په استانبول کې د سعودي عرب کنسولګرۍ ویلي چې د خاشقجي د لا درکۍ په ورځ د دوی په ودانۍ کې او د تعمیر په شاوخوا کې کمرې غیر فعالې وې. خو ولسمشر اردوغان ترکي رسنیو ته پهدې اړه ویلي:
- ایا دا ممکنه ده چې د یوه هېواد په کنسولګرۍ یا سفارت کې به د کمرې سیسټم فعال نهوي؟
- یا به له کاره لوېدلی وي؟ ترکي رسنیو د اردوغان به حواله ویلي، موږ د داسې پېښې په اړه غلي نهشو پاتې کېدلای.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې د جمال خاشچقي لا درکي "ډېربد" خبر دی او د هغه د برخلیک په اړه یې له سعودي چارواکو سره خبرې کړي دي.
ټرمپ وویل چې د امریکا حکومت له ترکیې سره هم کار کوي او غواړي چې د مسئلې تل ته ورسېږي.
د ترکي رسنیو په حواله، د جمال خاشقجي د قتل لپاره ۱۵ کسیزه ډله د اکټوبر په ۲مه، نېټه په دوو شخصي جېټ الوتکو کې استانبول ته ور رسېدلې وه.
د ترکیې دولتي ټلوېزیون «TRT» په استانبول کې د سعودي کنسولګرۍ ته د خاشقجي د ورتګ ويډیو هم خپره کړې ده.