د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د سولې خبرې به هله نتیجه ورکړي چې پهکې د ټولنې د ټولو اقشارو نظرونه شامل وي.
د افغان حکومت لهخوا له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د هڅو په لړ کې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، له طالبانو سره غیر رسمي لیدنې کتنې او خبرې شوي.
د دې شورا رئیس کریم خلیلي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د تلې ۱۸» په کابل کې د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره په يوه مشورتي ناسته کې وویل چې د دغو غیر رسمي لیدنو په ترڅ کې دا جوته شوې چې طالبان هم سولې ته لېوالتیا لري.
ښاغلی خلیلي وايي، د دوی هڅې د افغانانو ترمنځ د بینالافغاني مذاکراتو لپاره دي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ هله سولې ته رسېدای شو چې په هغه کې د ټولو خلکو نظرونه واخیستل شي او زه خوښ یم چې په دغه موده کې موږ له مقابل لوري سره يو ډول د نظر تبادله لرله، که څه هم دغه چاره رسمي نه، بلکې غیر رسمي وه، خو زه باور لرم چې يوه ورځ به ښکېلې خواوې په اکثریتو رأیو سره د سولې پلویان وي."
ښاغلي خلیلي زیاته کړه چې د سولې خبرې هله مثبتې پایلې لرلای شي چې پهکې د ټولنې د ټولو اقشارو نظرونه شامل وي.
د افغانستان د سولې عالي شورا د رئیس په خبره، دغې شورا سولې ته د رسېدو لپاره د سولې ملي اجماع رامنځته کړې چې له لارې بهیې د سولې د خبرو اترو لپاره د افغانستان د ټولو خلکو نظرونه واخیستل شي.
د دوی په خبره سولې ته د رسېدو په لار کې افغانان متحد شوي او دغه بهیر اوس يو حساس پړاو ته داخل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په تړاو د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره لیدنې کتنې پيل کړې دي او په دې تړاو یې له افغان چارواکو سره هم خبرې کړې دي.
له دې وړاندې په قطر کې د طالبانو د يوه پلاوي او امریکايي چارواکو ترمنځ لیدنې کتنې تأیید شوي او په سعودي عربستان کې د دغې ډلې سره د افغان چارواکو د خبرو اترو په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.
شااوخوا څلور میاشتې وړاندې هم د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي و چې د طالبانو له يو شمېر مشرانو سرهيې د وېډیو کنفرانس له لارې د افغانستان په روان وضعیت بحث او خبرې کړې دي.
خو وسلهوالو طالبانو تل ټینګار کړی چې د افغان حکومت سره نه، بلکې له امریکا سره غواړي نېغ په نېغه خبرې وکړي.
بلخوا يو شمېر سیاسي څېرو چې په دغه ناسته کې یې ګډون درلود وویل، افغانان د سولې تږي او دغه هیلې ته د رسېدو لپاره يوه ځانګړي مېکانیزم او جامع طرحې ته اړتیا ده.
یونس قانوني
د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال او سیاسې څېرې يونس قانوني په دې اړه داسې وویل:
"کوم څه چې مهم دي هغه د سولې څرنګوالی، د سولې لپاره طرحه او نتیجهيې ده چې په اړهيې باید د افغانستان خلک خپل نظرونه ورکړي، د سولې لپاره يوې جامع طرحې او ښکاره طرحې ته اړتیا ده چې له بده مرغه تر اوسه د کوم لوري لهخوا داسې طرحه نهده مطرح شوې."
د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد اکرم خپلواک ټینګار کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لپاره د زمینې برابرولو کې د سیمې د هېوادونو همکاري يو لوی پرمختګ دی.
بلخوا د سیاسي چارو کارپوه عمادالدین سراجي وايي، دا شان مشورتي ناستو ته په کتو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پېلېدو ته هیلې زیاتېږي.
راپور: محمد واصل وصال