د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي ځیني کاندیدان له وروستي لېسته باسي


د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، په نږدې ورځو کې به د ولسي جرګې لپاره د یو شمېر نوماندانو نومونه له لیسته لیري کړي.

د انتخاباتو د نېټې په رانږدې کېدو د ولسي جرګې لپاره د نوماندانو ترمنځ سیالۍ هم جدي کېږي.

خو اوس د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون له لېست څخه د ځینو نوماندانو د لیري کېدو خبره کوي.

د دغه کمېسیون مرسیتالې حمیرا حقمل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ځیني نوماندان به د غیرې مسؤله وسله والو د لرلو، په دولتي ادارو کې د فعالیت او د اسنادو د نه تکمیل له کبله د دغه کمېسیون له لورې له لېست څخه حذف شي.

نوموړې زیاته کړه:

حمیرا حقمل
حمیرا حقمل

"د کمېسیون دنده او ماموریت داسې دی چې ګواښونه له ځان سره لري او له کومو ګواښونو سره چې اوس موږ مخامخ یو غواړم دلته يې یاد کړم، خو دا په دې معنا نه ده چې موږ دې له چا وېره ولرو، په همدې ورځو کې به یو شمېر نور چې له پخوانیو حذف شویو څخه ډېر خطرناک دي او دوسیې يې بشپړې شوي لیرې به شي."

له دې وړاندې دغه کمېسیون ۳۵ تنه د نوماندانو له وروستي لېسته حذف او ۴۵ تنو نورو نوماندانو ته يې اخطار او توصیه کړې وه.

دغه کمېسیون دوه میاشتې وړاندې ویلي وو چې د ولسي جرګې د ۱۳۴ نوماندانو له ډلې چې له وروستي لیسته لېرې شوي وو ۱۰۲ تنه يې په حقه بلل شوي او ویلي یې و چې بېر ته به یې نومونه په لېست کې ځای شي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون منشي له دې وړاندې همدا شان رسنیو ته ویلي وو چې دغه نوماندان د غیر قانوني وسله والو ډلو د لرلو، د هېواد د ناامنۍ، د ځمکو په غصب او یو شمېر نورو مسایلو تورن شوي چې د نوماندانو له وروستي لېست حذف او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کېږي.

د امهال د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره ۲۵۶۵ تنه کاندیدان په انتخاباتي منډو ترړو مصروف دي، خو د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون یې نه روښانه کوي چې په څومره شمېر کې کاندیدان به حذف شي.

له دې ټولو سره سره یو شمېر انتخاباتي ناظر بنسټونه وايي د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون صلاحیت لري چې حتا د انتخاباتو تر ورځې د ولسي جرګې کاندیدان د کاندیدۍ له لېست نه حذف کړي، خو پرېکړه به یې د قانون او اسنادو پر بنسټ وي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجراییو رئیس یوسف راشيد په دې اړه ازدي راډیو ته وویل:

یوسف رشید
یوسف رشید

"د قانون د تنفیذ او د صلاحیتونو د اعمال په برخه کې د دوی دغه کار د ستایلو دی، هغوی چې شرایط نه پوره کوي او غواړي په چل مسؤلیت ترلاسه کړي باید ورسره قانوني چلند وشي، که دوی اسناد بشپړ کړي باید اقدام وکړي او موږ له دغې پروسې په جدي توګه ملاتړ کوو."

ښاغلی رشید د کمپاینونو پرمهال د ځینو نوماندانو غیرقانوني کړونو ته په اشارې سره وايي چې خلک باید پوه او وړ نوماندانو ته رایه ورکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG