د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون: د ښځو ګډون د انتخاباتي پروسې مشروعیت تضمینوي


د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې په انتخاباتو کې د ښځو ګډون او څاریې د انتخاباتي پروسې مشروعیت تضمینوي.

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته له شلو کمې ورځې پاتې دي، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون په دغه پروسه کې د ښځو په رغنده رول ټینګار کوي.

د دغه کمېسیون رئیس عبدالعزیز اریايي د پنجشنبې په ورځ له مدني ټولنو سره د همغږي په یوه غونډه کې وویل چې په شرایطو برابر پنځوس په سلو کې رأی ورکوونکې ښځې جوړوي او دغه شان دوی د انتخاباتو په شفافیت کې د پام وړ رول لوبولی شي شي.

نوموړی وايي::

"ښځې څلور عمده نقشونه لري، په انتخاباتي کمېسیونونو کې د کارکوونکو په حیث، نظارتي نقش، کاندید او په پروسه کې د رأی ورکوږنکو رول دی چې نظارتي رول یې شفافیت تأمینوي.​"

دا په‎داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأی ورکوونکو د وروستي نوملړ تر اعلان وروسته ویلي چې له اته میلیونه او اته سوه زره ثبت شوېو کسانو له ډلې ۳۴ په سلو کې ښځې جوړوي.

خو په ۱۲۰ ولسوالیو کې د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره د ښځینه کاندیدانو نشتوالی د دې لامل شو چې د ولسوالیو شوراګانو انتخابات وځنډېږي.

په ورته وخت کې یو شمېر ناظر انتخاباتي بنسټونه انتقاد کوي چې په انتخاباتو کې د ښځو د ګډون په اړه عامه پوهاوی کم دی.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې له څو ورځو راهیسي د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ښځو د پراخ ګډون په اړه د منظم عامه پوهاوي په اړه پرواګرمونه پیل شوي او د انتخاباتو تر ورځې به دوام وکړي.

تبعیض او بې باوري، منفي لید، په تعلیم او تحصیل کې ممانعت او ښځو ته د دوهم جنس په توګه کتل هغه لاملونه دي چې د افغانستان په ملي پروسو کې یې د ښځو رول کمه رنګه کړي او دا هرڅه د دې لامل شوي چې په کلیو او بانډو کې په انتخاباتو او د نوم‎لېکنې په پروسه کې د ښځې کمه ونډه وخلي.

یو شمېرهغه ښځې چې نوم‎لېکنه یې کړې وايي چې د خپلې خوښې وړ کاندید ته د رأی ورکونې حق نه‎لري او د کورنیو د مشرانو له لوري ورته ویل شوي چې یو مشخص کاندید ته رأی ورکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا ویانده صغرا سادات وايي چې انتخاباتي کمېسیونونه په انتخاباتو کې د ښځو ګډون ته په هڅولو کې پاتې راغلي دي.

نوموړې وايي:

"له بده مرغه په انتخاباتو کې د ښځو ګډون د دوی په کاري لومړیتوبنو کې نشته، نو ولې خلک غولوي او تبلیغاتي پروګرامونه جوړوي، په رښتیا هم دواړه کمېسیونونه په انتخاباتو کې د ښځو په ګډون کې ناکام دي."

د مېرمن سادات په وینا په دواړو کمېسیونونو کې د ښځو د فیصدي ونډه ټیټه ده او دغه شان په نهو ولایتونو کې د نوم‎لېکنې په پروسه کې د ښځو نه شتون د دې لامل شوی چې په ولایتونو کې د ښځو د نوم‎لېکنې پروسه بنده پاتې شي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG