د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

په کندز کې یو شمېر کاندیدان له امنیتي ګواښونو او ځینو نورو ستونزو سر ټکوي


په کندز کې د ولسي جرکې یو شمېر کاندیدان وايي چې د زورواکو له‎خوا د رأی ورکوونکو ګواښولو، د شته امنیتي ګواښونو، د انتخاباتي مبارزو نه مصوونیت او دغه راز د یو شمېر کاندیدانو د مسلح ساتونکو زیاتوالی، دوی سخت اندېښمن کړي دي.

په نوموړې ولایت کې د ولسي جرګي یو تن کاندید ذبیح الله مجیدي په‎دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"باید د امنیت د تأمینولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته شي او په ټاکنو کې د احتمالۍ تقلب مسئلې هم موږاندېښمن کړي یو او هېله مند یو چې د بايو مټریک پروسې په عملي کېدو سره به د تقلب مخه ونېول شي."

نومانده زرګل عالم
نومانده زرګل عالم

له دې سره سم په کندز کې د ولسي جرګي یو بله نومانده زرګل عالم هم وايي چې باید د ټاکنو تر ورځې پورې د کندز امنیتي وضعیت کې بدلون راشي، څو خلک په ډاډه زړه په‎دې ملي بهېر کې برخه واخلي.

نوموړې وايي:

"هغه سیمې چې د دولت تر ادارې لاندې نه‎دي ښايي خلک د طالبانو له وېرې په‎دې پروسه کې برخه وانه‎خلي، ځکه د دې ولایت په زیات شمېر سیمو کې طالبان حضور لري او ښايي زیات شمېر خلک د طالبانو له وېرې د خپل قانوني او سیاسي حق څخه محروم پاتې شي."

په ورته وخت کې د کندز والي عبدالجبار نعیمي وايي چې دوی په ټول قوت سره هڅه کوي، څو د ولسي جرګي ټاکنې په ښه توګه ترسره شي او هېڅ‎چا ته اجازه نه ورکوي چې په‎دغه ملي بهېر کې لاس‎وهنه وکړي.

د کندز والي عبدالجبار نعیمي
د کندز والي عبدالجبار نعیمي

ښاغلی نعیمي زیاتوي:

"هغه شمېر کاندیدان چې سلاح لري او جواز نه‎لري، د ملي امنیت اداره مسوولیت لري چې ورته د ټاکنو تر ختمېدو پورې جواز ورکړي او زه له کاندیدانو غواړم چې خون ګرم خلکو ته وسلې ورنه‎کړي چې د خلکو پر وړاندې ستونزې جوړې نه‎کړي او په هر قیمت چې کېږي باید انتخابات په ښه توګه ترسره شي."

بل‎خوا په کندز کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر رئیس محمد رسول عمر وايي، که خلک او یا کاندیدان له کومې ستونزې سره مخ کېږي، باید د ټاکنو کمېسیون ته مراجعه وکړي، څو پر وخت یې موضع حل شي.

نوموړی وايي:

"د ټاکنیزو شکایتو کمېسیون هم په مرکز او دغه راز په ټولو ولایتونو کې فعال دي او که زموږ هېوادوال او یا هم نوماندان له ګواښونو او ستونزو سره مخ کېږي، نو باید د خپل شکایتونه د ټاکنو کمېسیون سره شریک کړي."

په داسې حال کې په کندز کې د یو شمېر کاندیدانو له لوري دغه شکایتونه مطرح کېږي چې د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه د ولسي جرګي ټاکنې ترسره کېږي او په کندز کې د ولسي جرګه ۹ کُرسیو لپار ۹۰ تنو ځانونه یې کاندید کړي دي چې له دې شمېر څخه ۱۷ تنه ښځې دي.

راپور: اجمل ارین-کندز

XS
SM
MD
LG