د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۳

د افغان حکومت اجرائیه رئیس پر یو لړ مسائلو د بحث لپاره اندونیزیا ته تللی

د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د لاسلیک شویو تړنونو پلي کول او څارل، د اړیکو پراختیا، سوداګریزې اړیکې، د افغانستان د سولې پروسه او له تروریستي ډلو سره مبارزې هغه مسایل دي چې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او اندونیزیايي چارواکو ترمنځ به پرې خبرې وشي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل عبدالله عبدالله د اندونیزیا د ولسمشر د مرستیال په بلنه هغه هېواد ته سفر کړی.

ښاغلی میثم وايي:

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم

"اجرائیه رئیس د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اندونیزیا پلازمینې جاکارتا ته رسېدلی، اجرائیه رئیس به د دغه سفر په جریان کې چې ټاکل شوې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت کې د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د افغانستان د سولې د لاس ته راړونو او په وړاندې پرتو ستونزو په اړه خبرې وکړي."

ښاغلی عبدالله داسې مهال اندونیزیا ته سفر کوي چې تېر کال یاد هېواد د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان، افغانستان او د دغه هېواد د عالمانو د غونډې کوربه وو.

اندونیزیا کې راټول شوي دیني عالمان: تشدد او ځان وژونکې حملې اسلامي اصول نه دي

په دې ناسته کې چې د اندونیزیا په مرکز جاکارتا کې ترسره شوه دیني عالمانو پکې د افغانستان د روانې جګړې په اړه بحثونه وکړل.

د دغه ناستې په نتیجه کې یو دولس ماده ییزه پرېکړه لیک صادر شو چې په کې په افغانستان کې يې د سولې مخالفین د الهي احکامو مخالفین یاد کړل.

د افغانستان د سولې عالي شورا په اندونیزیا کې د دیني عالمانو له ناستې وروسته هیله مندي وښوده چې د دغه ناستې پرېکړې به د افغانستان د جګړې د کرارېدو او په دې هېواد کې د سولې او تامین لامل وګرځي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه ودیر صاپی وايي په اوږد مهال کې د اندونیزیا د ناستې تاثیرات مهم دي.

نوموړي زیاته کړه:

ودیر صافی
ودیر صافی

"د اسلامي نړۍ ټول هېوادونه په افغانستان کې د سولې علاقه مند دي او دا یوه ښه ډیپلوماسي ده چې له اندونیزیا سره پر مخ یوړل شي، خو دا چې یاد هېواد ته زموږ د مقاماتو سفرونه ژر نتیجه ورکړي دا له حقیقته لیرې خبره ده، خو په اوږد مهال کې دا چې اندونیزیا یو ګڼ مېشته هیواد دی نو د سولې په برخه کې ګټور تمامېدای شي."

ښاغلی صاپی وايي، د افغانستان او د اندوییزیا د چارواکو ترمنځ چې د سولې په برخه کې کومې پرېکړې کېږي باید د شعار په بڼه پاتې نه شي او عملي بڼه غوره کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG